افغانستان

کابل: خلک په زور رايې اچونې ته بيول کېږي

په کابل کې په اووه بجو په حبیبیه لیسه کې د یوسف نورستاني په رایه اچونه د رایې اچونې رسمي وخت پیل شو. مګر د کابل په کوڅوکې ګڼه ګوڼه نه ښکاري او ډېرو ټاکنیزو مرکزونو کې یواځې دولتي کسان رایه اچونه کوي.

د کابل په نوي ښار کې قلعه فتح الله ته څېرمه د زرغونې لیسې په ټاکنیز مرکز کې د ټاکنو یومسوول د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل، چې په دې تر ټولو امن مرکز کې يواځې هغه کسان راغلي چې یا دولتي دندې لري یا هم پولیسو په لارو کوڅو کې په زور را وستي دي.
امنیتي مسوولین د امنیتي ډاډ څرګندونې کوي، ټاکل شوې په دوولس بجې د ټاکنو دخپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستانی مطبوعاتو د مالوماتو ورکولو په موخه یوه مطبوعاتي ناسته وکړي.
یاده دې وي چې په ځینو ولایاتونوکې تر اتو بجو لا رایه اچونه نه وه پیل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x