ورزش

پي ایس ایل: کویټه ګلډیټرز لوبډلې راشدخان واخېست

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۱مه ۱۳۹۶ل): د پاکستان غوره لیګ سیالیو کې د کويټې ګلډیټرز لوبډلې راشدخان په خپله لوبډله کې واخېست.

تر دې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ ته نېږدې سرچېنو او د پېښور زلمي لوبډلې مشر جاوید افریدي ویلي وو چې په فرورۍ کې د افغان لوبډلې د مصروفیتونو له کبله به کوم لوبغاړی وانخلي.

جاوید افري زیاته کړې وه چې دوی راشدخان او محمدنبي اخېستلو ته اراده نېولې وه خو د افغانستان کرکټ بورډ له خوا ورته لیک لېږل شوی و چې په کې لیکل شوي وو چې افغان لوبغاړي په ۲۰۱۸ز کال کې د نړیوال جام غواروي سیالیو ته به تیارۍ بوخت وي او په پي ایس ایل کې ګډون نشي کولای.

خو پر دې سربېره کویټه ګلډیټرز لوبډلې یواځې راشدخان په پلاټنیم کټیګورۍ کې واخېست.

پلاټینم کټیګورۍ ابتدايي نرخ ۱۴۰زره ډالر دی.

د یادونې وړ ده چې د کویټې لوبډلې تر دې وړاندې محمدنبي هم اخېستی و.

پي ایس ایل بولۍ ته سږ کال ۹ افغان لوبغاړي وړاندې شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x