ورزش

بي پي ایل: د نبي او راشدخان توپ اچونې مقابله لوبډله پر ملا ماته کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۱مه ۱۳۹۶ل): د بنګلادیش غوره لیګ سیالیو کې محمدنبي او راشدخان په نننۍ لوبه کې خورا ښه توپ اچونه وکړه.

نبي او راشد نن د راج شاهي کینګز لوبډله پر وړاندې توپ اچونه کې په ګډه ۵ لوبغاړي وسوځول او د مقابلې لوبډلې ملا یې ماته کړه.

راشدخان په ۴ اورونو کې یواځې ۷ منډې ورکړې او ۲ ویکټې یې هم واخېستلې. محمدنبي بیا په ۴ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۳ ویکټې یې واخېستلې.
د

نبي او راشد دواړو یو د هیټریک یا سر پر سر د درې لوبغاړو سوځولو چانسونه هم بچ شول.

د نبي او راشد خان د توپ اچونې پر برکت راج شاهي لوبډلې په ۲۰ اورونو کې یواځې ۱۱۵ منډې جوړې کړې.

محمدنبي په یادو سیالیو کې د کومیلاویکټورین لوبډلمشر هم دی. هغه په تېرو دوه سیالیو کې یوه ګټلې او بله بایللې.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x