افغانستان

ننګرهار، بيلابيلو ځايونو کې درنې چاودنې او وسلوالې نښتې شوي

نن ټکی اسيا: له ننګرهار ولايت څخه رارسيدلي خبرونه وایي چې، د دغه ولايت يو شمېر ځايونو کې د ټاکنو په ورځ درنې چاودنې شوي دي.
لومړۍ چاودنه د جلال ابادا ښار سويل بهسودو پل سره نژدې د ټاکنو دفتر سره د يو ځای پر ځای شوي ماين په واسطه وشوه.

د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات لا نشته خو سيمه کې ويره او ترهه خپره شوې ده. همدارنګه د بټي کوټ ولسوالۍ چهاردهي کلي د ټاکنو په حوزه کې ماين ځای پر ځای شوی و چې، طالبانو شيبه مخکې چاودنه ورکړه. عيني شاهدان وايي چې، چاودنې د ټاکنو مامورينو ته مرګ ژوبله اړولې. د چهاردهي اوسيدونکي وايي چې، سيمه د امنيتي ځواکونو لخوا محاصره شوې.
په يو بل خبر کې راغلي چې، بټي کوټ ولسوالۍ مرکز سره نژدې سيپايي سيمه کې طالبانو د ټاکنو پرمرکز وسلوال بريد وکړ، د عيني شاهدانو له قوله جګړې دوه ساعته دوام وکړ چې، په نتيجه کې يې د ټاکنو مامورين او امنيتي ځواکونه له سيمې و وتل.

د ننګرهار سرخرود ولسوالۍ څخه راغلي خبرونه وايي چې، تېره شپه طالبانو د ټاکنو پر مرکز د هوان بريدونه وکړل چې، نيتجه يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او د ټاکنو مرکز وتړل شو.
د يو بل خبر په ترڅ کې ويل شوي چې، طالبانو نن سهار اته بجې د جلال اباد ښار ختيځ رينګ روډ يوولسمې ويالې سره د ملي اردو هغه رينجر په ماين والوځوله چې، د ټاکنو امنيت يې ساته.
او وروستنی خبر وايي چې، نن سهار پنځه نيمې بجې د روداتو ولسوالۍ مزني مکتب چې د ټاکنو دفتر و د طالبانو لخوا د یوې درنې چاودنې ښکار او نژدې ټوله سيمه يې ولړزوله. د مرګ ژوبلې په اړه لا څه ندي ويل شوي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x