افغانستان

بلخي: افغان کډوال هر کال اووه میلیارده ډالر افغانستان ته راوړي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۶):د افغانستان د کډوالو او بېرته راستیندونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، افغان کډوال او کارګر هر کال میلیاردونه ډالر افغانستان ته له بهرنیو هېوادونو راوړي او دغې چارې د هېواد په اقتصاد کې رغنده ونډه اخیستې ده.

بلخي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، افغان کډوال او کارګر هر کال اووه میلیارده ډالر له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته راوړي، چې د افغان کارګرو او کډوالو د ګټلو پیسو اندازه د افغان حکومت له بودیجې دوه برابره ډېره ده.

ده په خپلو خبرو کې وویل، له تېرو څو لسیزو جګړو په هېواد کې د بې‌کارۍ کچه لوړه کړې ده او د پرله‌پسې جګړو له امله ډېر افغانان بهرنیو هېوادونو تګ ته اړ شوي دي.

اروپا ته د تلونکو افغانانو په اړه یې وویل، چې یو شمېر افغانان په اوبو کې ډوبېږي، قاچاق وړونکي ورسره بد چلند کوي او په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې قانوني اسناد هم نه ورکول کېږي، چې له امله یې ډېر افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د کډوالو چارو وزیر وویل، د ګډ حکومت په راتګ د بې‌کارۍ کچه ۳۹ سلنه لوړه شوې؛ خو په څنګ کې یې له ایران او پاکستان دوه میلیونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راګرځېدلي دي.

تېره اوونۍ د کډوالو چارو وزارت ویلي وو، چې د تېر کال په پرتله د افغان کډوالو په راتګ کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x