fbpx

ترڅو چې کيدای شي ارګمي رد کول

دکتور کفایت الله وردګ

ارګمی (چې انسان خوله خلاصه کړي) په هغه وخت کې وي چې کله انسان ستړي وي ، خوب ورځي ، خسته وي پدې وخت کې چې کله خوله انسان پوره خلاصه کړي نو ډېر بد ښکاره کیږي او چې انسان کوښښ وکوي نو دا بندولی هم شي ترڅو چې د انسان په وس کې وي ددې رد کول او بندول سنت دي د حضرت ابی هریره رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل :

التَّثَاؤُبُ مِنَ الشَّيْطَانِ، فَإِذَا تَثَاءَبَ أَحَدُكُمْ فَلْيَرُدَّهُ مَا اسْتَطَاعَ، فَإِنَّ أَحَدَكُمْ إِذَا قَالَ: هَا. ضَحِكَ الشَّيْطَانُ. صحیح البخاري
ترجمه : ارګمی له شیطان څخه دی کله چې په تاسې کې څوک ارګمی وکوي نو ترڅو یې چې وس وي هغه د بند کړي ځکه په تاسې کې چې څوک (خوله خلاصه کړي او) ها وکوي نو شیطان ورپورې خاندي .

په یوه بل حدیث کې د حضرت ابی هریره رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایي ې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل :

إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ العُطَاسَ، وَيَكْرَهُ التَّثَاؤُبَ، فَإِذَا عَطَسَ فَحَمِدَ اللَّهَ، فَحَقٌّ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ سَمِعَهُ أَنْ يُشَمِّتَهُ، وَأَمَّا التَّثَاؤُبُ: فَإِنَّمَا هُوَ مِنَ الشَّيْطَانِ، فَلْيَرُدَّهُ مَا اسْتَطَاعَ، فَإِذَا قَالَ: هَا. ضَحِكَ مِنْهُ الشَّيْطَانُ . صحیح البخاري

ترجمه : بېشکه د الله جل جلاله پرنجی خوښیږي او ارګمی یې نه خوښیږي کله چې په تاسې کې څوک و پرنجیږي او الحمد لله ووايي نو هر مسلمان چې دا الحمد لله آوري په هغه باندې دا حق دی چې یرحمک الله ورته ووایي او دا ارګمی له شیطان نه دی ترڅو چې د انسان په وس کې وي هغه د بند کړي انسان چې کله ها وکوي نو شیطان ورپورې خاندي .

شیطان هر وخت پدې خوشحالیږي چې انسان سست ، لټ ، ستومانه وویني نو چې اوس یې وویني چې د خسته حالي نه خوله وازه وازه کوي نو شیطان ورپورې خاندي .

او په خاصه توګه په مانځه کې خو یې انسان باید تر آخره حده کوښښ وکوي چې بند یې کړي د مانځه د حالت په اړه ځانګړی حدیث هم شته له حضرت ابی هریره رضی الله عنه څخه روایت دی فرمایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : التَّثَاؤُبُ فِي الصَّلاَةِ مِنَ الشَّيْطَانِ، فَإِذَا تَثَاءَبَ أَحَدُكُمْ فَلْيَكْظِمْ مَا اسْتَطَاعَ. سنن الترمذي

ترجمه : په مانځه کې ارګمی له شیطان څخه دی کله چې په تاسې کې چا ارګمی کولو ترڅو یې چې وس وی د هغه مخه د ونیسي .

او که بیا هم انسان کوښښ کولو چې بند یې کړي او هغه نه بندېدو او خامخا یې کولو نو باید خوله پټه کړي له حضرت ابی سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : إِذَا تَثَاءَبَ أَحَدُكُمْ، فَلْيُمْسِكْ بِيَدِهِ عَلَى فِيهِ؛ فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَدْخُلُ. رواه مسلم

ترجمه : کله چې په تاسې کې چا ارګمی کولو نو خپل لاس د په خپله خوله باندې کیږدي ځکه شیطان ننوزي (دده په خلاصه خوله کې شیطان دده جوف ته ننوزي) . یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د