
شېبه په شېبه ټاکنې: په بېلابېلو ولایاتو کې په ټاکنیزو مرکزونو پرلپسې چاودنې شوې دي
د پروان په جبل السراج کې د ټاکنو مرکزو ته څېرمه درنې چاودنې شوې چې د چاروکو په وینا تلفات نه لري،په جلال اباد کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. همدارنګه د روزګان په دهراود کې هم تېره شپه په یو ټاکنیز مرکز کې چاودنې شوې دي، چې د طالبانو پر قول درانه تلفات يې اړولي دي.
یاده دې وي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د رسنیو څانګې له رسنیو غوښتي چې په دې ورځ پېښې لويې ونه ښيي.