افغانستان

«د افغانستان زندانونو کې ښځې له جنسي ځورونو کړيږي»

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۶): د افغانستان په زندانونو کې ښځينه زندانيانې له جنسي ځور سره مخ دي او د حکومت په ګډون نړيوالې ټولنې هم تر اوسه د دې کړنو په مخنيوي نه دي توانېدلي.

د روڼتيا څار سازمان نن په کابل کې د افغانستان زندانونو او بنديانو په اړه په خپل تازه راپور کې وويل، چې د بنديانو د ځورونو او شکنجو سربېره د هېواد په ګڼو زندانونو کې ښځينه بنديانې له جنسي ځورونو سره مخ دي او ډېری چارواکي او د زندانونو ساتونکي يې د خپل هوس لپاره کاروي.

د روڼتيا څار سازمان مشر سيد اکرام افضلي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل: «زندانونه د دې پر ځای، چې د بنديانو د سمونې او اصلاح لپاره کار وکړي، برعکس په زندانونو کې د نشه یي توکو کاروبار، د مبايلونو، کريډيټ کارټونو او سيم کارټونو ناقانونه پلورل په کې د يو شمېر چارواکو لپاره ګټور کاروبار دی.»

په دغه راپور کې تر ټولو ځورونکې برخه په زندانونو کې د ښځو جنسي ځورول دي، چې د ګډ حکومت د مسؤولينو له لوري پر ښځينه بنديانو کېږي.

د ګډ حکومت چارواکو هم منلې، چې په زندانونو او حتا دفترونو او د عسکرو په ليکو کې د ښځينه چارواکو جنسي ځورونه يو ناوړه عادت ګرځېدلی دی.

څو ورځې وړاندې هم د ګډ حکومت د هوايي ځواک د يوه سرطبيب ډګروال غلام رسول د جنسي ځورونې ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوه، چې تر اوسه هم محکمې د دغه ډګروال د نيولو او محاکمې په اړه څه نه دي ويلي.

د جنسي ځورونو سربېره په دغه راپور کې راغلي، چې  څرخي پله، ميدان ورګو او بغلان په زندانونو کې بنديان شکنجه کېږي، ډبول کېږي او په ټولو زندانونو کې بنديان له خپل هېڅ ډول حقونو برخمن نه دي.

اوس مهال نژدې اتلس زره بنديان د افغانستان په ګڼو زندانونو کې پراته دي، خو ډېری يې بې محاکمې او له کوم معلوم تور پرته په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي.

د روڼتيا سازمان مشر سيد اکرام وويل، چې د افغانستان د مرکزي څرخي پله زندان په ګډون په نورو زندانونو کې ګڼ شمېر داسې خلک شته، چې د بند وخت يې پوره دی، خو دولتي عسکر او د زندانونو مسؤولين ترې رشوتونه غواړي او نه يې پرېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x