افغانستان

شېبه په شېبه ټاکنې: دریوو نوماندانو خپلې رايې وکارولې

د ټاکنو له پیل سره سم، په امانیه لېسه کې ولسمشر حامدکرزي خپله رایه وکاروله او له خلکو يې هم د پراخ ګډون غوښتنه وکړه، له حامدکرزي وروسته په یاد ټاکنیز مرکز کې د ولسمشرۍ نوماندانو ګل اغا شيرزي او زلمي رسول له خپلو ټاکنیز همکارانو سره خپلې رايې وکارولې اوشېبه وړاندې دو لسمشرۍ بل نوماند داوود سلطان زوی له خپلو مرستندویانو سره په دې ټاکنیز مرکز کې خپلې رايې وکارولې.

ښايي نور نوماندان هم وروسته خپلې رايې په همدې مرکز کې وکاروي.

یاده دې وي چې په ځينو ولایاتو کې ټاکنې له وخته ډېر وروسته پیل شوې او یواځې د په مرکزونو پورې محدودې دي، لکه هلمند او پکتیکا، چې له په مرکزونو کې يې هم خلک په زور رايي اچونو ته وړل کېږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x