fbpx

بهرامي: د تېرکال په پرتله د طالبانو په بریدونو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۶): د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي وايي، د تېر کال په پرتله د طالبانو په بریدونو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی او هم یې په جنګي تکتیکونو کې بدلون راوستی دی.

بهرامي نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل، سږ کال د طالبانو په مرګ ژوبله کې ۱۱سلنه لوړوالی راغلی؛ خو په تېرو اوو میاشتو کې یې افغان ځواکونو ته هم ډېره مرګ ژوبله اړولې ده؛ خو ده یې کره شمېره روښانه نه کړه.

د دفاع سرپرست وزیر چې تازه د ناټو له غونډې راستون شوی و، د ناټو اوسنۍ غونډه یې هیله بښونکې وبلله او په خبره یې چې ناټو به له افغان ځواکونو سره مرستې ډېرې کړي.

د ناټو په تېره ناسته کې د ناټو غړیو هېوادونو ژمنه وکړه، چې درې زره نور اضافي ځواکونه به افغانستان ته ولېږي؛ څو له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

د ناټو د تېرې اوونۍ په ناسته کې د ناټو غړیو هېوادونو د افغان حکومت سره د ژمنې ترڅنګ ویلي وو، چې افغان حکومت دې د جګړې پرځای په سوله فکر وکړي او جګړه د افغانستان ستونزه نه شي حل کولی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د