افغانستان

کندهار: ښار کې د ولايتي شورا مشاور وژل شوی

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۶):د کندهار د ولايتي شورا مشاور حاجي ميرويس په کندهار ښار کې د غلچکي بريد په ترڅ کې وژل شوی.

پېښه د کندهار ښار عیدګاه دروازې د شورمانو په سيمه کې نن مازديګر مهال را منځته شوې.

حاجي ميرویس چې په بريتور بريالي هم پېژندل کېده د وژلو پړه يې طالبانو په غاړه اخيستې.

طالبان وايي د دوی بريدګر توانېدلي چې حاجي میرويس په خپل حمام کې په نښه کړي او همداراز له سيمي په وتو بريالي شي.

حاجي ميرويس له دې سره سره چې د ولايتي شورا مشاور وو په کندهار کې د ملي امنيت فعال غړی هم بلل کيده.

په دې وروستيو کې د کندهار لوړ پوړو دولتي چارواکو د طالبانو د غلچکي بريدونو د مخنيوي په موخه د امنيتي حوزو قومندانان يوې او بلي حوزې ته بدل کړي خو لا يې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي : داسي ورځ نه تيريږي چې په ښار کې دي د غلچکي بريد کوونکو له لوري امنيتي ځواکونه نه وي په نښه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x