افغانستان

غزنی: په مرکز او ولسوالیو کې د ټاکنو پروسه بې ساري کم رنګه ده

نن ټکی آسیا: د غزني په مرکز سربېره په ډېری ولسوالیو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې په لګېدلي ګرځ بندیز سربېره یو لړ نورو ستونزو هم خلک له رایه اچولو را ګرځولي.

د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې څو تنو اوسېدونکو نن ټکی آسیا ویب پاڼې ته وویل، چې بازار ته غزېدلي ټولې لارې د طالبانو له خوا ماین کاري شوي او خلک له ویرې نشي کولای چې رایه ورکړي.
دوی همداراز وايي چې اربکیان او نور امنیتي ځواکونه بازار ته نږدې په څو ګوته شمېر کلیو کې چې د دوی تر واک لاندې دي، کور په کور ګرځي او له خلکو د رایه اچولو کارتونه ټولوي، که څوک یې نلري او یا یې له ورکولو ډډه کوي، پر وهلو – ډبولو سربېره نقدي جریمه هم ترې اخیستل کېږی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x