افغانستان

ټاکنې ـ شېبه په شېبه: د میدان وردګو دسیداباد جنايي مدیر په ټاکنوکې د درغلیو په حال کې ونیول شو

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په میدان وردګو کې يې دوه تنه په ټاکنو کې د درغلیو په حال کې نيولي دي.د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د میدان ودرګو په سیداباد ولسوالي کې د سیداباد دا منیه قومانداني جنايي مدیر سمونیارنذیر او د ملي امنیت یو تن مامور هارون يې په دې ولسوالي کې د ټاکنو د صندوقونود ډکولو په حال کې نيولي دي.

د نوموړي په خبرد کورنیو چارو وزارت د ټولو ولایاتو له مسوولینو سره په اړیکه کې دی او پولیس به په ټاکنو کې بې طرفه اوسي.
یاده دې وي چې تېره ورځ هم په کابل کې د رايي اچونې د مرکز دیوتن په ګډون له پڼځو تنو سره درې زره اته سوه رایی کارتونه نيول شويدي.
دا په داسې حال کې دی چې د میدان وردګو مدني فعالانو لا تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د دې ولایت اړوند د درغلیو شکونه څرګندول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x