افغانستان

د ایران او عراق سرحد ته څېرمه زلزلې درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): د ایران او عراق ګډ سرحد ته څېرمه اووه اشاريه درې درجې زلزلې د دواړو هېوادونو سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ایران نيمه رسمي خبري اژانس «فارس نيوز» ليکلي، چې تر اوسه په دغه زلزله کې د هېواد په لويديځ کرمنشا ولايت کې ۹۳ کسان وژل شوي او شاوخوا زر نور ټپيان دي.

د فارس نيوز په باور ګڼ شمېر خلک لا هم په ودانيو کې تر خاورو لاندې دي.

په عراق کې هم د زلزلې له امله تر اوسه د څلورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی شوی دی.

چارواکو د مرګ ژوبلې د زياتېدو اندېښنه ښکاره کړې او او د رسنيو په وينا اوس هم د ایران او عراق سرحد ته څېرمه سيمو کې د زلزلې ټکانونه احساسېږي.

د ایران ارينا خبري اژانس وايي، چې زلزله ځپلو سيمو ته مرستندویه ډلې لېږل شوي دي.

د ایران د سرې مياشتې مشر مرتضی سليم ويلي، چې زلزلې د کرمنشا ولايت اته کلي زيانمن کړي او په ګڼ شمېر سيمو کې د ژوند  چارې هم په ټپه ولاړې دي.

د زلزلې ټکانونه په د ایران او عراق سربېره په کويټ، ترکيې، اسرائيلو او سعودي عربستان کې هم محسوس شوي دي.

د امریکا د ځمکې پېژندنې ادارې ويلي، چې د زلزلې مرکز د عراق جنوبي ښار حلبجه کې و او د ځمکې ژوروالی يې ۳۳.۹ کيلومټره دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x