نړۍ

پنځه هغه «محرمات» چې په سعودي کې به «حلال» وګرځول شي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): ځیني هغه کارونه چې مخکې په سعودي کې د محرماتو او سترې ګناه څخه بلل کېده، وروسته تر هغه حلال شول کله چې ددغه هیواد واکمنو خپله اراده بدله کړه.

د مثال په ډول د ښځو موټر چلول چې تر اوسه پوري د علماو په فتوا حرام او د ټولنې لپاره د یوه لوی فساد په توګه یادېده، اوس د پاچا سلمان او زوی یې محمد په امر د همدې علماو په قول حلال او مصلحت دی.

د موټر چلونې تر څنګ پاچا سلمان د لومړي ځل لپاره ښځو او نارینه وو ته په موسیقي پروګرام کې د ګډ مشارکت اجازه ورکړه چې له امله یې د سعودي د ملي ورځې په مناسبت د فټبال په میدانونو کې د موسیقۍ لوی محفلونه جوړل شول او ښځې نارینه په ګډه ونڅېدل.

ښځو او انجونو ته ددې تر مخه حتی په ورزش کې د ګډون اجازه نه وه او نه هم د مدارسو په ورزشي ساعتونو کې هغوی ګډون کولای شوای.

په دې وروستیو کې سعودي د لومړي ځل لپاره ښځو ته اجازه ورکړه چې په محلي انتخاباتو کې خپله رایه وکاروي.

خو بیا هم ځیني داسي محرمات شته چې کیدای شي په راتلونکو ورځو کې حلال وبلل شي. چې د هغو څخه یې ځیني یوې عربي وېب پاڼې (عربي۲۱) په ګوته کړي، چې په لاندي ډول دي:

سینما

د سعودي علماو د فتوا سره سم سینما حرامه ده، او پر همدې باندي د فتوا او علمي څیړنو دائمي کمیسون (لجنة الدائمة للإفتاء والبحوث العملية) فتوا ورکړې ده.

د فتوا سره سم: په سینما کې هغه څه ښودل کیږي چې فتنه راپاروي، وخت ضایع کوي، بغیر د شرعي امورو خلک مشغولوي، په داسي حال کې چې د اسلامي امت ځوانان سخته اړتیا لري تر څو په داسي یو کار باندي ځان اخته کړي چې ده ته، کورنۍ ته یې، امت ته یې ګټه ورسیږي، همداسي سینما حرامه ده ځکه چې د الله د ذکر څخه سړی راګرځوي او واجباتو څخه سړی غافله کوي، د ښځو او نارینه وو یو ځايي ګډون په کښي راځي … او ډېر نور مفاسد لري.

د عربۍ ورځپاڼې «الحیاة» په وینا اوس ځینو تجارتي مارکیټونو د «بحرین» هیواد د سینما د یوه شرکت څخه غوښتنه کړې چې ددوی په مارکیټونو کې ورته سینماوي فعاله کړي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندي د کعبې شریفې امام «سعود الکلباني» هم د سینما راتګ ګټور بللی وو او ویلي وه ددې پر ځای چې ځوانان په نورو کارونو وخت ضایع کړي، ښه دی چې سینما ته ولاړ شي.

بشپړ خبر دلته ولولئ:

د حرم پخواني امام: سعودي ته سینما راتلونکې ده، هرکلی يې کوو

د لمانځه پر وخت دوکانونه تړل:

د لمانځه پر وخت دوکانونه خلاص پرېښودل یو د هغو محرماتو څخه دی چې کیدای شي په نیژدې راتلونکي کې حلال وبلل شي.

د سعودي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په ځانګړي ډول د حکومت دغه امر چې په کال ۱۹۸۷ کې صادر شوی، تر نظارت لاندي نیولی وو.

د لمانځه پر وخت د دوکان او تجارتي محلونو خلاص پرېښودل قانوني سزا لري، خو په دې وروستیو کې ددغه قانون د لغوه کېدو غوښتنې را پورته شوي ځکه چې ویل کیږي خلک لوی اقتصادي زیان ویني.

د سعودي په تلویزونونو کې پر دغه قانون له مخکې هم ډير پسخند وهل شوی او ډرامې باندي جوړ شوي.

شرعي څیړونکی او د لوی څارنوالی د هیئت غړي «عبدالله العویلط» د لمانځه پر وخت د دوکانونو تړل بدعت بللي چې هیڅ شرعي دلیل نه لري، ځکه نو باید دغه قانون لغوه شي.

پر ښځو باندي د ولي امر شرط:

دا هغه شرط دی چې له مخي يې په سعودي کې د اوس زمانې ښځو ژوند سخت کړی دی، ځکه چې له مخې يې هغوی په یوازي ځان سفر نه شي کولای، بانکي حساب نه شي خلاصولای او همداسي د ډیرو نورو حقوقو او خدماتو څخه ګټه نه شي اخیستلای.

که څه هم په دې اړه شاهي فرمان صادر شوی چې د حکومتي خدماتو څخه ښځې بغیر د ولي امر څخه استفاده کولای شي خو بیا هم ډیر حقوقي تنظیمونه په بشپړه توګه ددغه قانون الغاء غواړي. ځکه چې په وینا یې د ښځو ازادي او حرکت یې محدود کړی.

توره چادري کول او مخ پټول:

توره چادري په سعودي کې عام لباس دی چې له مخې يې ښځي په دولتي ادارو او عامو بازارونو کې په اچولو مکلفي دي.

نه یوازي پر سعودي میرمنو بلکې حتی یو کال سعودي حج ته پر راتلونکو ښځو هم د چادري اچول لازمي کړي وه او ۵۰۰۰ جرمانه یې ایښې وه، خو ګمان کیږي چې د وروستیو بدلونونو سره به نور لازمي نه وي چې ښځې په بازارونو کې توره چادري واچوي.

د موسیقي زده کړه:

د سعودي اکثره علماء موسیقي حرامه بولي او له همدې وجې د سعودي په مکتبونو کې د موسیقي درس نه ورکول کیږي، که څه هم د هیواد په مختلفو برخو کې په مختلفو مراسمو کې په پراخه کچه د موسیقي لوی محفلونه جوړیږي.

په دې وروستیو کې سعودي د شپې له خوا د موسیقي محفلونو ته اجازه ورکړې او په دغه محفلونو کې يې د ښځو او نارینه وو ګډ مشارکت ته اجازه ورکړې . سږ کال د ملي ورځې په مراسمو کې د موسیقي ډېر لوی محفلونه جوړ شوه.

ګمان کیږي چې ډېر ژر به په سعودي مدارسو کې د موسیقي د زده کړي درسونه هم پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x