افغانستان

ميدان وردګ د ټاکنو د صندقونو موټر تخريب او درې ساتونکي يې و وژل شو

نن ټکی اسيا: د ميدان وردګ ولايت سیداباد ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې، نوموړې ولسوالۍ کې د ټاکنو صندقونو د ليږد موټر تخريب او درې ساتونکي يې و وژل شو. 

له همدې ولايت څخه را رسيدلي خبرونه وايي چې، میدان وردګ ولايت مرکز سره نژدې شپږو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.
په يو بل خبر کې راغلي چې لوګر ولايت مرکز سره نژدې د طالبانو او امنيتي عسکرو تر منځ جګړه وشوه، د مرګ ژوبلې په اړه لا څه ندي ويل شوي.
لوګر ولايت څخه په يو بل رارسيدلي خبر کې ويل شوي چې، طالبانو د محمد اغې ولسوالۍ برګ کلي د ټاکنو پر

مرکز بريد کې يو عسکر وژلی دی. له پيښې وروسته د ټاکنو مرکز تړل شوی او کارکوونکي يې له سيمې وتلي دي. لوګر ولايت څخه يو خبر کاږي چې، برکي برک ولسوالۍ شاکي او شفاخانې سيمه کې د طالبانو امنيتي عسکرو تر منځ سخته نښته روانه ده.

 

له ننګرهار ولايت څخه رارسيدلي خبرونه وايي چې، د جلال اباد ښار ميا عمر ليسې د ټاکنو حوزې مخته درنه چاودنه وشوه. دمرګ ژوبلې په اړه لا څه ندي ويل شوي او حوزه وتړل شوه.

له پروان څخه رارسيدلي خبرونه وايي چې، طالبانو شينوارو ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه رينجر تخريب او عسکرو ته يې مرګ ژوبله واړوله. عيني شاهدان وايي چې، جګړه اوس هم روانه ده.

له جلال اباد څخه راسيدلي يو بل خبر کې راغلي چې، هوايي ډګر سره نژدې د ټاکنو پر حوزه وسلوال بريد کې دوه پوليس ټپيان شوي دي. حوزه او مهال بنده او کارکوونکي يې له سيمې وتلي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x