د اروپايي ټولني سفیر: پيري مابدون

اوروپايي اتحادیې د افغانستان حکومت ته ګواښ وکړ

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): په کابل کې د اروپايي اتحادیې سفیر ګواښ کړی که چیري د فساد سره په جدي ډول مبارزه ونه شي، پر افغانستان به کومکونه بند کړي.

د اروپايي اتحادیې سفیر «پيري مابدون» د یوه تلویزون سره په مرکه کې ویلي: کله چې د اروپايي اتحادیې ټکس ورکوونکي د افغانستان سره کومک کوي، هغوی قرباني ورکوي، هغوی دغه کار د بشر دوستی پر اساس کوي، مونږ به کله هم اجازه ورنه کړو چې د هغوی قرباني ضایع شي او پیسې یې هدر شي، که مونږ یو ځای مالي فساد وموند، په عاجله توګه به یې د حکومت سره مطرح کړو او نور به خپل د مالي ملاتړ پروګرامونو متوقف کړو، دا زمونږ مسؤولیت دی او مونږ جدي یو.

نوموړي د حکومت له لوري دفساد سره د مبارزې وعده مثبته بللې خو ټینګار یې کړی چې باید په دقیقه او تفصیل سره عملي شي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې اوس مهال د افغانستان په ټولو ارګانونو او حتی په انتخاباتو کې په پراخه کچه فساد شتون لري چې پایله به یې د افغانستان لپاره ډېره خطرناکه وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه

د اروپايي ټولني سفير د اروپايي هيوادونو د خلکو او نورو په سترګوکي خاوري وراچوي. دا ټول ډول ډول فسادونه خو خپله دوی په خپلو هيوادونو او زموږ او نورو مسلمانو هيوادونو کي خپاره کړي دي. که نه دغه سفير په همدې وړمه ورځ ونه ليدل چي د افغانستان په ولسي جرګه کي څنګه پر تر سره سوي، ښکاره او ثابت فساد باندي پرده واچول سول؟ دلته درګرده چور روان دی او لا زور اخلي او دی بيا په بې شرمۍ سره وايي چي (د حکومت له لوري دفساد سره د مبارزې وعده مثبته ده). وايي : سل يې مړه… نور لوستل »