ټول پوښتنه: په سعودي کې د فساد اساس څوک دي؟ ځواب د توقع خلاف وو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): یوه سعودي لیکوال «سعد الدوسري» پر خپل ټویټر پاڼه ټول پوښتنه وکړه او د خپلو مینه والو څخه یې وپوښتل چې ستاسو په نظر د فساد اساس څوک دی؟ امیران، وزیران، تاجران او که د رسنیو کارکوونکي …؟

په دغه ټول پوښتنه کې په دوه ورځو کې تر ۸۵ زرو زیاتو کسانو ګډون وکړ او پایله یې د توقع خلاف وه.

۶۳ سلنه رایه امیرانو ته ورسیده چې د رایه اچوونکو په وینا د سعودي په فساد کې ښکېل دي.

۱۶ سلنه د رسنیو کارکوونکي فاسد وبلل شول. د سعودي رسنۍ ازادې نه بلل کیږي بلکې ټولې يې له یوه مخه د حکومت په پلوي تورنې دي.

۱۲ سلنه رایه ورکوونکو وزیران په فساد کې ښکېل وبلل او یوازي ۹ سلنه تاجران په فساد کې ښکېل وبلل شول.

د ځوابونو تر لاسه کولو او پایلې د معلومېدو وروسته ځینو حکومت پلوه کسانو پر نوموړي لیکوال تور پوري کړ چې غواړي د سعودي د امیرانو قدر کم کړي او هغوی فاسد معرفي کړي او ځینو بیا پر نوموړي تور پوري کړ چې د قطر ملاتړ یې وکړ.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د سعودي حکومت د امیرانو، وزیرانو، تاجرانو او نورو جګپوړو مسؤولینو په ګډون تر ۲۰۰ زیات کسان د مالي فساد په تور نیولي دي چې د سعودي حکومت په وینا دغه کسانو تر ۱۰۰ ملیارده ډالرو زیات فساد کړی خو د نړیوال کارپوهان او د سعودي په چارو کې ماهر کسان وايي چې نوی ټاکل شوی ولیعهد غواړي د فساد سره د مبارزې په نامه خپل مخالفین وځپي او د حکومت تر لاسه کولو مزل ځانته را لنډ کړي.

دوی وايي په سعودي کې محکمه مستقله نه ده او نه هم نور کشفي او تحقیقاتي ارګانونه مستقل دي چې له مخې يې سمه پرېکړه وشي چې څوک ګناهګار او څوک بېګناه دی.

باید وویل شي چې د سعودي پاچا سلمان د فساد سره د مبارزې په نامه یو کمیسون جوړ کړ او د جوړښت تر اعلان سمدستي وروسته د هغو امیرانو، وزیرانو او تاجرانو پر ضد عملیات وشول چې ګمان باندي کېده د محمد بن سلمان په وروستیو تحرکاتو راضي نه دي او په ځانګړي ډول د پخواني ولیعهد محمد بن نایف سره خواخوږي لري.

محمد بن نایف ددې تر مخه د پاچا سلمان ولیعهد وو خو نوموړي د یوه فرمان په صادرولو سره هغه له دندې ګوښه او پر ځای یې خپل زوی وټاکی.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د