مرګ خاتمه نده!

 

لیکنه: عدنان اوکتر (هارون یحیی)

ژباړه: احمدبلال

كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ

هر یو نفس څکونکی د مرګ دی (یعنی مری)، او ازمایو مونږ تاسی (په دنیا کښی) په شر، بدی او په خیر، نیکی سره په ازموینه، او خاص مونږ ته به راوستلی شئ تاسی ( د جزا د پاره)

سورة الانبیاء ۳۵

مرګ، چې حق ده او په هر چا راتلونکې ده، د یو شخص د ژوند تر ټولو ریښتیا دي، موږ هیڅ کله هم په دې نه پوهیږو چې په راتلونکې یو ساعت او یا په راروان وخت کې به موږ سره څه کیږي.

له بلې خوا مرګ یوه داسې لیاره ده چې په حقه ده، وروسته له دې چې موږ دا حقیقت ومنو باید موږ د خپل ژوند بنیاد د همدې مطابق کیږدو، مرګ د انسان د امتحان یوه برخه ده، خدای پاک موږ ته په قرآن کې فرمايي چې هغه مرګ او ژوند د انسان د امتحانولو لپاره پيدا کړي دي.

الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ

هغه (الله) چه پیدا کړی ئی دی مرګ او ژوندون لپاره د دی چه وازموئی تاسی چه کوم یو له تاسی ډیر ښه دی د عمل له مخی ( چه درکړی تاسو ته جزاء د اعمالو) او هم دغه (الله) ښه غالب قوی دی ډیر مغفرت کوونکی دی.

سورة الملک ۲

مرګ یوازې د دي نړۍ د ژوند اختتام ده او د دي د امتحان هم او د ابدي ژوند آغاز ده. د همدې سببه ایمان لرونکي هیڅ کله هم د مرګ څخه نه ډاریږي، د مرګ په هکله سوچ هغوي هیڅ کله هم نه پریشانوي ځکه هغوي د خپل ژوند هره لمحه د آخرت په تیارې کې او په ښه اعمالو ترسره کولو کې مصرفوي.

او د کفارو لپاره مرګ یوه ستره پریشاني ده ځکه هغوي مرګ یوه مکمله تباهي ګڼي، د همدې لپاره هغوي د مرګ په هکله سوچ پریږدوي تر دې پورې چې هغوي دا سوچ هیڅ کله هم په خپلو دماغو راتللو ته هیڅ هم نه پریږدوي او د مرګ څخه لیری تښتي خو دا هغوي ته په هیڅ څیز کې هم مرسته نه ورکوي، چې کله مرګ دوي ته راشي نو بیا هیڅ یو څیز هم دوي نشي ژغورلې، یو آیت کې خدای پاک فرمايي.

أَيْنَمَا تَكُونُواْ يُدْرِككُّمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنتُمْ فِي بُرُوجٍ مُّشَيَّدَةٍ

هر چیرته چه اوسئ تاسی وبه مومی تاسی لره مرګ اګر که اوسئ تاسی په برجونو (په کلاګانو، ماڼیو) ډیرو لوړو محکمو مضبوطو کړی شویو کښی…

سورة النساء ۷۸

د مرګ په هکله سوچ پریښودل ریښتیاو ته زد رسوي. ځکه ضر او یا وروسته به مرګ په انسان راځي، نو ځکه دا به د هوښیارانو عمل وي چې هغوي پخپلو ذهنونو کې د مرګ په هکله سوچ پیدا کړي، دا د ایمان راوړونکو یوه نښه هم ده ترسو پورې چې پر هغوي مرګ نه راځي تر هغې پورې هغوي په نیک اعمالو ترسره کولو کې بوخت وي. څرنګه چې خدای پاک فرمايي:

وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّى يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ

او عبادت کوه د رب خپل تر هغه پوری چه راشي تاته یقین (یعنی مرګ)

سورة الحجر ۹۹

د مرګ په باره کې تفکر د یو شخص اراده او جذبی ته وسعت ورکوي، دا انساني نفس د الله د لیاری څخه د اخوا کیدلو څخه ژغوري، کوم چې د نړۍ د آسائشو څخه ممکنه کیږي. دا د هری هغه معاملې څخه انسان ژغوري چې بلاخره پایله یې د خدای په خفګان کیږي، په همدې سبب یو مسلمان ته تل دا پکار دي چې مرګ هر وخت په خپل ذهن کې وساتي او هغه باید دا هیر نه کړي چې ټول خلګ او هغه خپله به یوه ورځ دا نړۍ پریږدوي.

قرآن موږ ته دا وايي چې د مړ کیدونکې انسان سره به څه کیږي، هغه به څه ویني او څه به محسوسوي، کله چې موږ څوګ د مرګ په حالت کې ووینو نو موږ یوازې د هغه بائیو لاجیکلي مرګ وینو، خو حقیقت دا ده چې مړ کیدونکې انسان، په یوه مختلفه نړۍ کې فرښتۍ ویني، که چیری دغه شخص ایمان راوړونکې نه وي نو د هغه مرګ به ډیر سخت وي، د مرګ فرښتې د هغه د روح قبظ کولو نه پس به هغه وهي، د یو کافر تکلیف يې څه دا رنګه بیان کړې ده:

وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلآئِكَةُ بَاسِطُواْ أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُواْ أَنفُسَكُمُ

او که ووینی ته (ای محمده!) ظالمان یعنی کافران په هغه وخت کښی چه ظالمان په (باطنی او روحانی) سختیو د مرګ کښی وی حال دا چه پرښتی (د عذاب) غځوونکی وی د لاسونو خپلو (د روح د قبض د پاره نو وائی دوی ته چه) راوباسئ تاسی ارواح خپل (چه ئی قبض کړو مونږ که ئی ایستی شئ یا ئی له عذابه وباسئ!) نن ورځ به جزا درکړه شی تاسی ته عذاب سپکوونکی (یعنی چه له سخت تکلیف سره ذلت او رسوائی هم وی) په سبب د هغه چه وئ تاسی چه ویل به مو پر الله (وینا) ناحقه او وئ تاسی چه له آیتونو د ده څخه به مو تکبر کاوه ( او نه به مو منل، نو وبه ګورئ یوه قبیحه منظره)

سورة الانعام ۹۳

فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمْ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ*ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ

نو څرنګه به وی (حال د دوی) کله چی قبض کوی دوی لره پرښتی (سا ئی راکاږی) وهی به دوی مخونه د دوی او شاګانی د دوی دغه (سا وښکل د دوی په دغه سختی سره په سبب د دی دی چی) بیشکه دوی متابعت کړی وو د هغه شی چی په غضب کاوه به ئی الله او بده ئی ګڼله خوښی د دغه (الله) پس ابته (ضائع) خراب کړل ( الله نیک) عملونه د دوی.

سورة محمد ۲۷،۲۸

وَالنَّاشِطَاتِ نَشْطًا

(ارواحو د کفارو لره) سخت وښکل (او قسم دی) په ملائکو آسان وښکونکیو (ارواحو د مؤمنانو لره آسان وښکل)

سورة النازعیات ۲

اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا

الله راکاږی (قبضوی) نفسونه په وخت د مرګ د دوی او هغه نفس چی نه وی مړ (هغه راکاږی) په خوب د هغه کښی

سورة الزمر ۴۲

په دغو آیتونو کې د ایمان راوړونکو لپاره داسې بیان کړې دي:

جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ لَهُمْ فِيهَا مَا يَشَآؤُونَ كَذَلِكَ يَجْزِي اللّهُ الْمُتَّقِينَ*الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ طَيِّبِينَ يَقُولُونَ سَلامٌ عَلَيْكُمُ ادْخُلُواْ الْجَنَّةَ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

جنتونه دی د همیشه اوسیدلو چه ننوځی به دوی (په) هغو کښی چه بهیږی به له لاندی ( د ونو او ماڼیو) د دوی (څلور قسمه) ویالی چه وی به (تل) دوی ته په دغو باغونو کښی هر هغه (نعمتونه) چه اراده ئی کوی دوی. په شان د دغی (جزاء) جزاء ورکوی الله پرهیزګارانو ته. هغه (کسان) چه قبضوی ارواح د دوی ملائکی په دی حال کښی چه پاک دی دغه (متقین له شرکه او معصیته) وائی به دغه (ملائک دوی ته چه د الله ) سلام دی وی پر تاسی باندی ننوځئ! جنت ته په سبب د هغو نیکیو چه وئ تاسو چه عمل به مو کاوه (په دنیا کښی)

سورة النحل ۳۱،۳۲



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.