fbpx

ناټو : د طالبانو د فعاليت ګړنديتوب د دوی ماته څرګندوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶):په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي(کورنلیوس زيمرمن) تېره اونۍ د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وويل چې د طالبانو د بریدونو ډېرېدل د دوی ماته څرګندوي.

د ناټو ياد استازي ويلي چې پر داخلي او خارجي ځواکونو د طالبانو له لوري رواني توندي حملي په پوځي ډګر کې د دوی ماته په ډاګه کوي.

نوموړي د طالبانو له لوري د روانو برويدونو په اړه دا هم وويل چې اوس طالبان وار خطا دي او غواړي د جګړې په ډګر کې د پام وړ لاسته راوړنه ولري.

طالبانو د ناټو د ملکي استازي څرګندوندي د دوی وارخطايي بللې او زياتوي چې په افغانستان کې د طالبانو توندو بريدونو د ناټو او د هغوی له (غلام) حکومت نه لار ورکه کړې او اوس ناټو غواړي لمر په دوو ګوتو پټ کړی.

طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد پر خپل ټويټر د ناټو د استازي د څرګندونو په اړه ليکلي: (ناټو د اسلامي امارت د مجاهدينو سرسامونکي ځپونکي بريدونه د هغوی د ماتي نښه بولي؟) او (آيا دا منطق به په نړۍ کې څوک ومني؟).

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزير طارق شاه بهرامي بيا پرون په کابل کې د يوې غونډي په مهال وويل چې سږ کال طالبانو خپل جنګي تکتيکونه بدل کړي او د تېر کال په پرتله يې په بريدونو کې ۱۳ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د تيري پنجشنبې په ورځ د ناټو د وزيرانو په غونډه کې افغانستان ته د ۳۰۰۰ نورو سرتيرو را ليږلو پرېکړه وشوه ، د ګډ حکومت چارواکو د بهرنيو سرتيرو راتګ ته هرکلی ووايه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د