نړۍ

د طالبانو له بنده خلاصې شوې کاناډايي جوړې رښتیا اسلام منلی؟

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): د طالبانو په بند کې له پنځو کالو تېرولو وروسته کاناډايي+امریکايي جوړې د اسلام منلو امریکايي رسنۍ رنګارنګ خپرونې کوي او ځينې يې وايي، چې دغې جوړې له طالبانو سره د بند پر مهال اسلام منلی دی.

کاناډا ته د جوشا بويل او د هغه د مېرمنې کيتلن کولمن له رسېدو سمدستي وروسته ځينو رسنيو ویلي و، چې د مېرمن کېتلن له حجاب او لباسه ښکاري، چې اسلام يې قبول کړی، خو هغې په دې اړه له څه ويلو ډډه کوله.

د کاناډا ټورنټو سټار ورځپاڼې د مېرمن کېتلن کولمن له خولې ليکلي و، چې د حجاب اغوستل يې نه دي پرېښي او کله، چې خبريال ترې پوښتنه وکړه، چې «اسلام خو به دې نه وي قبول کړی؟» مېرمن کولمن وويل، چې « حجاب نه پرېږدم او د اسلام په اړه تبصره نه کوم.»

له يوې مياشتې انتظار وروسته امریکايي رسنيو يو ځل بیا د جوشا بویل او د هغه د مېرمنې په اړه ويلي، چې له چال چلند او خبرو يې ښکاري، چې اسلام يې قبول کړی دی.

امريکايي ويبپاڼې بيزنس انسايډر په يوې خپرې کړې مقالې کې پوښتنه کړې، چې ولې د طالبانو په بند کې خلک له خپل دينه اوړي او اسلام مني.

په مقالې کې راغلي، چې د دغې جوړې له نقل او حرکته ښکاري، چې اسلام يې قبول کړی دی او تراوسه يې د حجاب او اسلامي لباس له لرې کولو انکار کړی.

د مقالې ليکوال د مېرمن کيتلن کولمن خاوند جوشا بویل په اړه هم وايي، چې نوموړی له رسنيو سره په خپلو مرکو کې اسلامي اصطلاحات ډېر کاروي او داسې ښکاري، چې ده هم اسلام قبول کړی دی.

که څه هم امريکايي او نورو غربي رسنيو په لومړيو ورځو کې د دغې خلاصې شوې جوړې له خولې د طالبانو پر ضد ځينې مطالب خپاره کړل، خو له څه مودې وروسته يو ځل بيا امریکايي او کاناډايي رسنيو د دغې جوړې د اسلام منلو په اړه خپرونې پيل کړي دي.

په ۲۰۰۱ م کال کې هم د طالبانو د واکمنۍ د نسکورېدو پر مهال طالبانو برتانوۍ ژورنالېسته ايوان ريډلي د ناقانونه سفر له امله نيولې وه، خو له خوشې کېدو څو مياشتې وروسته يې د اسلام د منلو اعلان وکړ.

هغې په خپل کتاب کې د اسلام منلو لامل د طالبانو تعامل بللی دی.

د ايوان ريډلي د اسلام له منلو وروسته غربي رسنيو د هغې پر ضد رنګارنګ پروپاګند پيل کړ او د رسنيو له سترګو پرېوته.

همدارنګه پنځه کال وړاندې د طالبانو له بنده د امریکايي عسکر باوبرګډال له خلاصېدو وروسته د هغه کورنۍ له خوا د برګډال د خلاصون په موخه د هرکلي پروګرام امریکايي چارواکو له دې امله لغوه کړ، چې وېره ورسره چې د برګډال د اسلام منلو خبره په کې ښکاره نه شي.

فاکس نيوز په خپل تازه راپور کې د برګډال له خولې ويلي و، چې طالبان تر امريکايي پوځيانو ډېر رښتيني دي.

له خلاصون وروسته برګډال په خپلو څرګندو کې د طالبانو د چال چلند ستاينه کړې وه، د هغه په مرکو او رسنيزو څرګندونو تر اوسه هم بندیز دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زه باور لرم چه اسلام یی منلی او هغه خبری چه د طالبانو په ضد دروغ ویل شوی څو علتونه لری : لمړی : دوی ته اخطار ورکول شوی چه د طالبانو د ښیګڼو په ځای به وایاست چه طالبانو په هغوی جنسی تیری کړی او نوزاد لور یی ورته وژلی . دوهم : زما له نظره دوه تصویرونه لیدل شوی ممکن د هغه میرمن میړه دروغو ویلو ته نه وی حاضر شوی هغوی به ورته ویلی وی چه بل ورته کس به دغه دروغ ووایی تاسی یی په ضد څه مه وایاست . دریم : دا هم کیدی شی… نور لوستل »

RAZMOHAMMED KAMAWALL

BAYANZAI SAHIB THE KANADIANS BECOME MUSLIMS BECAUSE MUSLIM S DID GOOD HELP WITH THEM,
THEY ABUSE HIS WEIFE,KILL HIS YOUNG CHILD
YOU HAPPY THEY BECOME MUSLIMS/
BUT THEY DON,T KNOWS/MUSLIMS EVERY DAY KILLING EACH OTHERS/
IN AFGHANISTAN ALL AFGHANS ARE MUSLIMS/BUT TALIBS KILLING ALL MUSLIMS/
ALL MUSLIMS ARE LEFT BEHIND,
MUSLIMS ARE TERORIST’
MUSLIMS MUST STOP KILLING OF EACH OTHERS
THANKS

جمال

کاموال صاحب ! که څه هم تاسی دروند استاذ بیانزی صاحب خپله تبصره کی مخاطب کړی مګر خبره او دریز مو د ټولو مسلمانانو په مقابل کی دی غواړی چه د هغه کاناډایی بندیانو له خلاصون څخه په هماغه ډول استفاده وکړی لکه ستاسی باداران چه یی د مسلمانانو په مقابل کی تری کوی . مونږ هم ځواب درکولی شو او هغه دا چه: دا سمه ده چه څوک د چا معاش اخلی حبرا به د هغو د ګټو د باره کارول کیږی که نه معاشونه او مقامونه د پای ټکی مومی مګر دا د دی معنی هم نه لری… نور لوستل »

اجمل

جمال صاحب ، ډیره مننه ، مګر که تاسی ددغه غلام ژباړن دتبصری نوری جملی ولولی حیران به پاتی شی چه دده نوم باید رازمحمد کاموال نه وی کوم سمیت لندنی یا واشنګټنی به وی . دی لکه د خپلو بادارانو د تبلیغاتو د پاره لیکی چه : لمړی : دی لیکی چه ایا تاسی د هغوی مسلمانیدو ته خوشاله یاست ( یعنی باید خوشاله نه شی ) ځکه چه مسلمانان خو هم نور او هم خپلو کی یو بل وژنی . په دیره مرداره او ملحدانه ژبه د جورچ بوش ، اباما او ترمپ نماینده ګوی وایی چه [[[[… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x