دیني، سیرت او تاریخ

د علامه شمس الحق افغاني رحمه الله د کتاب (علوم القرآن) په هکله لنډ معلومات

ژباړه او لیکنه: عزت الله کوټوال

په اسلامي نړۍ کې د عظیم الشان کتاب قرآن لوی لوی مفسرین تیر شوي او هریو په خپل ځای دعلم ستر ستر بحر دی ددوي تفاسیر د اسلامي علومو او کتابونو سرچینه ده لکه لاندې تفسیرونه:

تفسیر طبري، تفسیر قرطبي، تفسیر ابن کثیر، تفسیر کبیر، تفسیر روح المعانی او نور…

د تفاسیرو څخه علاوه ځینو علماو د قرآن کریم په علومو هم کتابونه لیکلي لکه :

د علامه جلال الدین السیوطي رحمه الله کتاب ( الاتقان فی علوم القرآن )، د امام زرقاني رحمه الله کتاب ( مناھل العرفان فی علوم القرآن ) او نور…

دمعاصرو علماو څخه علامه شیخ القرآن شمس الحق افغاني رحمه الله هم د عظیم الشان کتاب په علومو یو منل شوی او مفید کتاب ددور حاضر په نظر کې نیولو سره لیکلی، چې په لاندې برخو مشتمل دی:

★ ضرورة القرآن :
انسانانو ته د قرآن عظیم الشان او وحي الهي په ضروریاتو عقلي او فلسفي دلایل.

★ صداقة القرآن :

د قرآن عظیم الشان نزول د الله جل جلاله له طرفه کیدل او په معجز کیدو ېئ عقلي د لایل او د یورپ د مستشریقينو تردید.

★ تنزیل القرآن و تدوینه :

د نزول قرآن او د جمع قرآن تحقیق.

★ محفوظیة القرآن :

د قرآن د محفوظ کیدلو د لایل او د مستشرقینو د شبهاتو تردید .

★ مهمات القرآن :

د قرآن دمهمو مقاماتو حل، حکم او اسرار ئې او د شبهو ازاله.

شیخ افغاني رحمه الله په دې کتاب کې داصطلاحي تعبیراتو څخه کمه استفاده کړې. ډیر ئې د جدیدو نظریاتو پر بناء داسې قلم اوچت کړی چې د اسلافو د اسلوب څخه هم بهر ندی او کوم معارف او حقایق چې يې تشریح کړي هغه ېئ هم په خپل ځای کې د مسلک سلف د تاید پربناء لیکلي نه د تحریف.

ددې نه علاوه لکه څنګه چې دور حاضر د عقلیت او فلسفیت دی، نو ددې له وجې ئې په مقاصدو شرعیه او نقلیه کې عقلي او فلسفي رنګ کې کتاب مرتب کړی.

او هم ئې د مغرب څخه متاثرو خلکو ته د هدایت او لارښود پربناء قلم اوچت کړی.

رحمه الله تعالی علیه رحمة واسعة

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx