افغانستان

کندهار: د موټر چپه کېدو له امله ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): د کندهار ولایتي چارواکي وايي، نن سهار د کندهار ـ هرات پر لویه لاره د ۳۰۳ ډوله موټر د چپه کېدو له امله پنځه تنه مړه شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت وايي، پېښه نن سهار شپږ بجې د پنجوايي ولسوالۍ اړوند د شاه اغا دورايي په څلور لارې کې شوې ده.

خوشبخت د موټر چپه کېدو لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښوولې ده.

د میرویس روغتون ډاکټران وايي، د پېښې له ځایه ۳۷ ټپیان وروړل شوي، چې ۲۲ یې سرسري ټپیان وو او ۱۵ نور تر درملنې لاندې دي.
دوی د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ وباله.

د هېواد په ټولو لویو لارو د ترافیکي پېښو له امله هر کال لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د لویو لارو مسافر د ترافیکي پېښو لامل د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو تېز تګ او په نشه‌يي توکو روږدي کېدل ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x