افغانستان

هلمند: په ولسوالیو کې ټاکنې نشته، مارجه کې جګړه پيل شوه

نن ټکی آسیا: له هلمند ولایت څخه ترلاسه شوی خبر وايي، چې د دې ولایت له مرکز پرته په اکثرو ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو له کبله هېڅوک په ټاکنو کې ګډون نه کوي او پولیس یې هم له کورونو نشي را ایستلای.

بل خوا د هلمند اوسېدونکي وايي، چې د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره جګړه پيل شوه.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم په خپله ټویټر پاڼه کې د مارجې د جګړې پخلی کړی او زیاتوي چې جګړه اوس هم په خرپ و ترپ روانه ده.
امنیتي چارواکو تر دې دمه د پېښي په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x