fbpx

په نوي ایفون «اکس» کې زرغونې لیکې مالکان پرېشانه کړي / انځورونه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): د ایپل شرکت خپل وروستی او پرمختللی تلیفون ایفون اکس څو ورځې وړاندي په ډیر جوش او جزبې سره بازار ته وړاندي کړ، چې مینه والو یې هم پر مارکیټونو او موبایل دوکانونو ور مات شوي وه او ځینو حتی په ساعتونو ساعتونو په کتار کې انتظار وکړ.

ډیرو مینه والو له مخکې د ایپل شرکت پر ویب پاڼې ځانته ایفونونه ثبت کړي او قیمت یې ورکړی وو.

باید وویل شي چې نوی ایفون اکس تر زر ډالره پوري قیمت لري چې په موبایلونو کې تر ټولو ګران قیمته موبایل بلل کیږي.

ددغه تلیفون مینه وال هغه وخت د پریشانۍ سره مخ شول کله چې تر لږ استعمال وروسته د ځینو پر تلیفون باندي زرغونه لیکه را څرګنده شوه.

دغه شکایت یو ځای نه بلکې د مختلفو هیوادونو څخه مختلفو خلکو کړی او پر ټولنیزو پاڼو یې خپل د موبایلونو د سکرین انځورونه خپاره کړی.

هغوی چې تر اوسه یې پر تلیفون زرغونه لیکه را څرګنده شوې، هغه خو معلومه خبره ده چې پرېشانه دي او د ایفون شرکت څخه بل تلیفون یا خپلې پیسې غواړی، خو هغه چې تر اوسه ددې مشکل سره مخ شوي نه دي، انتظار دي چې کله به ددوی پر تلیفون هم ورته ستونزه را ښکاره شي.

باید وویل شي چې د ایپل شرکت اعلان کړی چې دوی به ډېر ژر نوي ایفون اکس موبایلونو ته اپډیټ ور ولیږي چې ددغه تخنیکي ستونزې مخه به ونیسي، خو لا دقیقه معلومه نه ده چې کله. همداسي که څوک غواړي خپل تلیفون ددغه ستونزې له امله په بل تلیفون بدل کړي، ایفون یې ورته په وړیا توګه بدلوي.

که تاسو هم د ایفون مینه وال یاست او د رانیولو وس یې لرئ، لږ انتظار شئ..

ځیني انځورونه:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د