افغانستان

لوګر ولايت، څرخ، ازره او خروار ولسواليو کې ټاکنيز سايټونه بند دي

نن ټکی اسيا: له لوګر څخه رارسيدلي خبرونه وايي چې، محمد اغه ولسوالۍ مغل خيلو کې د ټاکنو په يو سايټ کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې او سايټ بند شوی دی.
له چاودنې وروسته سيمه د امنيتي ځواکونو لخوا کلابنده شوې.
له همدې ولايت څخه په يو بل خبر کې راغلي چې، خروار، ازرې او څرخ ولسواليو کې د ټاکنو مرکزونه بند دي او هيڅ دولتي کارکوونکي او ټاکنو مسؤولين په سيمه کې نه تر سترګو کيږي.
د لوګر ولايت مرکز اوسيدونکي وايي چې، مرکز پل علم ته څېرمه شولک نومې کلي کې د طالبانو او حکومتي عسکرو تر منځ دوه ساعته نښته شوې، د لوګر حصارک او شهرک کې دټاکنو پر مرکزونودرنې چاودنې شوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x