طالبانو د فراه په مرکز او بادغيس کې ۲ پوستې نيولي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): طالبانو د فراه ولایت مرکز اړوند د فراه ښار او د بادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې دواړه پوستې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

طالبانو نن ټکی اسيا ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی جنګیالیو تېره شپه د فراه ښار اړوند د ريګي په سيمه کې له دولتي ځواکونو يوه پوسته نيولې او ۱۳ تنه عسکر يې وژلي دي.

طالبان وايي، د عسکرو جسدونه لا هم په پوسته کې پاتې دي او زياتوي چې په دغه جګړه کې دوی يو کرولا موټر سوځولی، دولس ميله سپکې او درنې وسلې او په زياته اندازه مرمۍ او نور پوځي توکي هم لاسته ورغلي دي.

په فراه کې يوې امنيتي سرچينې د طالبانو بريدونه تائيد کړي او رسنيو ته يې ويلي، چې په بيګانۍ جګړه کې له لسو زياتو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه ولایت امنیه قومندان ګل بهار مجاهد د پيښې تصدیق کړی او ویلي یې دي چې یوه نفوذي عسکر خپل اته تنه ملګري پولیس ووژل او پوستې بېله جګړې سقوط کړی دی.

نوموړي ویلي چې ملي امنیت په دې اړه تحقیقات پيل کړي دي چې څرنګه پوستې سقوط وکړ.

دغه راز طالبانو ويلي، چې تېره شپه يې د بادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو يوه پوسته نيولې او درې تنو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دوی زياتوي، په ياده جګړه کې يې له عسکرو دوه ميله وسلې، څلور موټرسيکلونه او ګڼ شمير مرمۍ هم نيولي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د