خبرونه

اجراییه ریاست په ایران او عراق کې د شوې زلزلې په اړه خواشیني وښوده

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت اجراییوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په ایران او عراق د تېرې شپې د زلزلې له امله د مړیو او ټپیانو د کورنیو سره خپله غمشریکي ښودلې ده.

د اجراییه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي« د دې طبیعي پېښې له امله غمجن او اغېزمن شوی یم»

اجراییه مشر د عراق او ایران دولتونو ته د ټولو افغانانو په استازیتوب خپله خواخوږي ښوولې او ټپیانو ته یې د روغتیا هیله کړې ده.

تېره شپه د عراق او ایران په ځینو سیمو کې سخته زلزله وشوه، چې د وروستیو راپورونو له مخې تراوسه ۲۰۰ کسان مړه شوي او له ۲زرو ډېر ټپیان شوي دي.

اجراییه ریاست په ایران او عراق کې د شوې زلزلې په اړه داسې مهال خواشيني ښيي، چې تېره ورځ د کاپیسا په تګاب کې ګډو ځواکونو په هوايي بمبار کې د یوه کلي شپیته ملکیان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

ارګ او سپیدار ماڼۍ تل د ملکي وګړو په وژنه نه خواشیني ښيي او نه په دې اړه اعلامیې خپروي؛ خو په امریکا او نوره نړۍ کې د طبیعي پېښو په اړه دواړه غبرګې اعلامیې خپروي او خپله خواخوږي ورسره شریکوي.

تراوسه د ولسمشرۍ ماڼۍ د عراق او زلزلې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x