fbpx

هلمند: طالبان وایي موټروانان دي یوازي پر انتخاب شویو لارو تګ را تګ وکړي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): طالبانو د هلمند ولایت ټولو شخصي ټرانسپورټي او باربري موټر چلوونکو ته خبرداری ورکړی چې تګ را تګ دي یوازي او یوازي د دوی له لوري پر انتخاب شویو لارو وکړي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي: د هلمند په هغه سیمو کې چې موږ له خپل دښمن سره کمربندونه ( نظامي خطوط) لرو باید له مشخصو لارو پرته بله لار د تګ را تګ لپاره ونه کارول شي.

طالبانو په خبرتیا کې لیکلي: (بې لاري تلونکي موټر چلونکي به د تخلف په جرم مسؤل وبلل شي).

په هلمند کې هغه ساحې چې طالبان او دولتي ځواکونه په کې یو له بل سره کمربندونه لري، لشکرګاه، ګریشک، ناوه، مرجه، سنګین او ځیني نوري بلل شوي.

طالبان وایي دا اقدام یې د ملکي مرګ ژوبلي د مخنیوي په موخه کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د