
د ټویټر قاتل – خپل قربانیان یې ټوټه ټوټه کړل
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): په جاپان کې یوه قاتل د ټویټر له لاري خپل قربانیان موندل او هغه یې په خپل کور کې تر وژلو وروسته ټوټه ټوټه کول.
د راپورونو سره سم ۲۷ کلن «تاکاهیرو شیرایشي» په ټویټر کې په هغو کسانو په سي کتل چې دده شاوخوا یې د ځان وژنې خبرې کولې او له دنیا څخه مایوسه ښکارېدل، ده به هغه خپل کور ته دعوتول او بیا به یې د ځان وژنې ارمان ور پوره کاوه، د جسد ټوټې به یې په خپل فریج کې او د کور شاوخوا ساتلې.
د جاپان چارواکو ویلي چې ددې خونړۍ پيښې وروسته دوی اړ دي چې د ټولنیزو شبکو سره د تعامل لپاره خپل اجراءات سخت کړي.
د سکای نیوز د راپور سره سم نوموړي قاتل خپل په جرم اعتراف کړی او ویلي دي چې په قربانیانو کې يې ۸ انجوني او یو هلک دی.
په جاپان کې په عمومي ډول جرمونه کم وي، ځکه نو دغه پيښې په مختلفو کچو پراخ غبرګونونه را پارولي دي.
د جاپان لومړي وزیر «یوشیهید سوګا» ټینګار کړی چې د ورته پيښو د تکرار مخنیوی باید وشي او هغه خلک چې په ټویټر کې د ځان وژنې لیکنې کوي، هغوی باید پر وخت وپيژندل شي او قانوني چلند ورسره وشي.
د جاپان د مخابراتو وزیر ویلي چې په هیواد کې د لیسو ۹۰ سلنه محصلین تلیفونونه کاروي.
د یادونې وړ ده چې جاپان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې زیات خلک په کښي ځان وژنه کوي، د رسمي شمېرو له مخې هر کال ۲۰۰ زره کسان خپل ژوند په خپله ختموي.