د ایران په زلزله کې د مړو شمېر مخ پر زیاتېدو دی / انځورونه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): تېره شپه ناوخته د ایران او عراق په سرحدي سیمو کې د ۷.۳ په قوت زلزله وشوه چې له امله یې په سلګونو کسان مړه او په زرګونو نور ټپیان شوي دي.

د وخت په تېریدو سره د مړو شمېر زیاتیږي، ځکه چې لا ډېر خلک تر نړیدلیو ودانیو لاندي دی او ډیر یې نور لادرکه دي.

تر اوسه پوري د ۳۲۸ مړو شمېره په رسمي ډول اعلان شوې او ۲۵۳۰ تنه ټپيان بلل شوي دي.

د ایران سرحدي ښار کرمان شاه تر ټولو زیاته متضرره سیمه ده چیري چې د مرګ ژوبلې شمېره هم لوړه ده.

د ایران مذهبي مشر خامنئي د حکومت او وسلوال پوځ ټولو ادارو ته امر کړی چې د زلزلې د قربانیانو سره مرسته وکړي.

زلزله دومره قوي وه چې په ګاونډي هیوادونو عراق، کویټ او ترکیه کې يې هم تکانونه محسوس شوی دي.

د عراق په سرحدي ښارونو او سیمو کې هم مرګ ژوبله رسیدلې چې شمېر یې لسګونو ته رسیږي.

د یادونې وړ ده چې په کال ۲۰۰۳ کې په ایران کې زلزله شوې وه چې له امله یې تر ۳۰ زره زیات انسانان وژل شوي وه.

لاندي یو څو انځورونه دي چې د ایراني رسنیو او ټولنیزو پاڼو څخه را ټول شوي:

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احسان محمود
غړی

اللهم لا تقتلنا بغضبک ولا تهلکنا بعذابک وعافینا قبل ذلک

محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

خداي مو خوار كړه بیا وکړی د حسن و حسین او علی رضی الله عنهم او د اهل البیت د نورو امامانو قبرونو ته سجدی او دهغوی د قبرونو پرستش او وواېي چی انا کلب الحسین والرقية. او يا دا وواېي العياذبالله ثم العياذبالله چی انا للحسین و انا للحسین راجعون. اوس به ورغلی ېي حتما به ېي پوښتنه درنه کړی وی چی چاته راجع شوی ېي. هغه امامان به په قبرونو یا خپل برزخی ژوند کښی له تاسو خبیثانو نه څومره په عذاب وی. پیغمبر صلوات الله علیه و سلامه خو حتی د خپل ځان په هکله په محبت… نور لوستل »