افغانستان

پکتیکا:په مرکز ښرنه کې ټاکنیز مرکز ته څېرمه چاودنه شوې

د پکتیکا اوسېدونکي وايي چې په دې ولایت کې ټاکنې یواځې په مرکز او د ځينو ولسوالیومرکزونو پورې محدود دي، په مرکز ښرنه کې د زړې ښرنې په نامه په کلي کې د اربکیانو له پوستې سره څېرمه ه ټاکنیز مرکز خلاص شوی، چې شېبه وړاندې پکې درنه چاودنه شوې، د پکتیکا چارواکو يې د تلفاتو په اړه ناخبري ښودلې ده.

بل خوا د ښرنې ـ خیرکوټ په عمومي لاره د پولیسو په یو رنجر موټر چاودنه شوي، چې پکې سپاره کسان ټول له منځه تللي دي.
یاده دې وي چې په مرکز ښرنه کې امنیتي چارواکو دوه ورځې وړاندې دوکاندارانوته خبرداری ورکړی و،چې باید د ټاکنو په ورځ خامخا بازار ته راشي،چې د دوکاندارانود اتحاديې مسوولینوله سخت غبرګون سره مخ شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x