افغانستان

پکتیکا:په سر روضه ولسوالي کې برید روان دی

د پکتیکا ولایت په ختيځه ګڼ مېشته ولسوالي سر روضه کې داشېبه تونده جګړه روانه ده، د سیمې د اوسېدونکو په خبره برید نن سهار د اربکیانو په یوه پوسته پیل شوی او لا تراوسه روان دی.د سيمې طالبانو محلي رسنیو ته ويلي چې د سر روضې د اربکیانود قوماندان په ګډون يې یوولسو تنو ته مرګ ـ ژوبله اړولې.

دا په داسې حال کې دی چې په پکتیکا کې د رايې اچونې پروسه یواځې په مرکز او دولسوالیو په ودانیو پورې محدوده ده.
یاده دې وي چې تېره ورځ هم د یاد ولایت په چهارباران ولسوالي کې د سپنیه په کلي کې د اربکیانو په پوسته برید شوی و، چې چارواکو يې د تلفاتو اړوند ناخبري وښوده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x