اسلام او کفر (څلورمه برخه)

دکتور کفایت الله وردګ

یادګېرنه : پدې لیکنه کې په هغه خبرو ، عقیده او عملونو باندې له خپل لوستونکي سره بحث کوم چې په کولو یې انسان کافر کيږي پدې هېله چې که چاته معلوم وي د هغه لپاره به تکرار شي ، له چا څخه چې هېر وي ور په یاد به شي او چاته چې نه وي معلوم د هغه لپاره به نوي معلومات شي او ځان به ورڅخه وساتو په تېرو برخو کې مو د ایمان او کفر په او یو څه هغه خبرو په اړه بحث کړی وو چې په کولو یې انسان کافر کیږي د هغې برخې په تعقیب….

د رسول الله صلی الله علیه وسلم تکذیب

همدارنګه که څوک په خبرو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تکذیب وکوي ، د هغه په اړه ګمان وکوي چې هغه درواغ ویل ، یا یې په پیغمبري کې شک وکوي نو دا بېشکه کفر دی .

نور ابنیاء

په قرآن کریم کې چې د نورو ابنیاوو په اړه کومې خبرې راغلې دي هغه ټولې رښتیا دی که هغوی ته څوک د درواغو نسبت کوي نو دا هم کفر دی ، هغه انبیاء علیهم السلام ټول د قدر وړ دي او د ټولو احترام واجب دی د علماوو په اجماع سره که څوک هر پیغمبر ته ښکنځل او سپکې خبرې کوي دا کفر دی په خاصه توګه هغه ۲۵ پیغمبران چې ذکر یې په قرآن کریم کې راغلی دی که د هغوی له پیغمبري نه څوک منکر شي نو دا هم کفر دی . الشفاء لقاضی عیاض رحمه الله

د پیغمبري دعوه کول

که څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وروسته د پیغمبري دعوه وکوي نو دا هم کافر دی ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په راتلو سره د پیغمبري سلسله ختمه شوې ده بیا تر قیامته بل پیغمبر نه راځي د دعوت او تبلیغ کار د امت علماوو ته ورپاتې دی نو تر رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته کومو کسانو چې د پیغمبري دعوې کړې دي هغوی ټول کفار دی او که لدې وروسته څوک دعوه کوي هم کافر کیږي او هغه کسان چې دوی ته سر ښکته کوي او د دوی ددې دعوا تصدیق کوي دوی هم کافران کیږي .

له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه د بل چا خبره غوره ګڼل

همدارنګه که چا بکواس وکولو چې د بل چا خبرې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خبرو نه غوره دي ، هغه تر رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه خبره کړې ده ، د هغه خبره تر رسول الله صلی الله علیه وسلم نه غوره ده دا کس هم کافر دی همدارنګه که چا د یو چا فیصله د اسلام تر فیصلې غوره وګڼله دا کسان ټول کافران دي . نواقض الاسلام

د اسماني کتابونو تکذیب

همدارنګه اسماني کتابونه حق دي د کومو په اړه چې مونږ ته قرآن کریم او احادیثو څه ویلي دي هغه ټول حق دی لدې نه انکار هم کفر دی په آخر کې یې زمونږ مقدس کتاب قرآن کریم نازل شوی دی یو یو توری یې حق دی نه پکې څه زیادت شته او نه پکې څه کمښت شته ، ټولې خبرې یې رښتیا دي لدې نه انکار کول هم کفر دی ، د قرآن کریم بې عزتي او ده ته په سپکه کتل هم کفر دی ، په قرآن کریم او هر اسماني کتاب پورې مسخرې کول هم کفر دی .

قاضی عیاض رحمه الله فرمايي : پدې باندې اجماع ده چې چا د الله جل جلاله له نازلو شویو کتابونو څخه انکار وکولو ، یا یې هغوی بد یاد کړل ، یا یې ورته ښکنځل وکول ، یا د قرآن کریم له یو حرف نه منکر شو یا له یوه آیت نه منکر شو ، یا یې د هغه تکذیب وکولو ، یا یې د کوم حکم چې په قرآن کریم کې صراحتاً راغلی وو تکذیب وکولو ، یا یې د قرآن کریم کومه واقعه درواغ و ګڼله ، یا یې هغه شی په خپلو خبرو کې قصداً ثابت کړل چې قرآن کریم نفې کړي وي او یا یې د کوم ایت په ضد خبره وکوله ، یا یې په کوم قرآنی حکم او خبر کې شک وکولو نو دا د امت په اجماع سره کافر دی . الشفاء لقاضی عیاض رحمه الله

له ملائکو انکار

همدارنګه ملائک د الله جل جلاله بندګان دي موجود دي الله جل جلاله یې مونږ ته په قرآن کریم کې په وجود باندې خبر راکړی دی که څوک ووايي چې ملائک نشته (نعوذ با لله ) دا کس هم کافر دی او یا د ملائکو په اړه چې په قرآن کریم کې کومې خبرې راغلې دي داسې خبره وکوي چې د هغې سره په ټکر کې وي دا کس هم کافر دی .

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له پیغمبري څخه انکار

همدارنګه زمونږ د توحيد د کلمې یوه برخه ده محمد رسول الله په همدې باندې مو ایمان راوړی دی که څوک داسې خبره وکوي چې پکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له پیغمبري څخه انکار وي نو دا کس هم کافر دی د ټولو پیغمبرانو په اړه هغه خبرې چې قرآن کریم مونږ ته کړې دي حق او رښتیا دي له هغې یوې خبرې انکار هم کفر دی .

د مثال په ډول : حضرت عیسی علیه السلام د حضرت جبریل علیه السلام له پوکي نه بغیر د پلار نه پیدا شو ، حضرت آدم علیه السلام بغیر د مور او پلار نه پیدا شو که څوک داسې خبره وکوي چې ددې عقیدې سره په ټکر کې وي دا کس هم کافر دی .

د قیامت له ورځې انکار

د قیامت ورځ حق ده بېرته له قبرونو څخه را پورته کېدل حق دي ، د عملونو تول او حساب حق دی ، جنت حق دی ، دوزخ حق دی ، پل صراط حق دی که څوک په خپلو خبرو کې لدې شیانو انکار وکوي دا هم کافر دی . ….. نور بیا انشا ء الله

زما د بحث مراجع :
قرآن کریم
تفسیر الطبری
تفسیر بیضاوي
صحیح البخاری
نواقض الاسلام
المغني
الابانة
الشفاء
نیل الاوطار
السیل الجرار للشوکاني رحمه الله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د