افغانستان

طالبان: د غرمې تر دولسو بجو مو د هېواد په ګوټ-ګوټ کې ۲۴۶ بریدونه کړي

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند په یوه اعلامیه کې چې نن ټکي آسیا ته یې را استولې، ویلي دي چې په هېواد کې د ټاکنو په درشل کې يې له سهاره تر اوس غرمې دولسو بجو پورې د انتخاباتو پر پروسه ټولټال ۲۴۶ بریدونه ترسره کړي او لا هم ادامه لري.

په اعلامیه کې راغلي : « هغه عملیات چې نن د هيواد په بیلابیلو سیمو، د ولایاتوپه مراکزو، ولسواليو، کلیو او اطرافو کې د انتخاباتي مراکزو او د مزدور دښمن په پوستو او کمربندونو باندي روان دي، تر نن غرمې ۱۲ بجوپورې ټول ټال(۲۴۶) دوه سوه او شپږ څلويښت بریدونه ترسره شوي چې د اکثرو بریدینو له امله انتخاباتي پروسه مختل شوي، مراکز تړل شوي او د دښمن ټول پلانونه شنډ کړل شوي دي، د اسلامي امارت مجاهدين د هيواد په ګڼو سیمو کې په حالاتو کنټرول لري او د انتخاباتي جعلي او نمايشي پروسې بهیر کاملا ګډوډ او د ځينو لویو ښارونوپه مزدحمو سيمو پورې محدود پاتې شوی دی.»
طالبانو همداراز د افغان امنیتي ځواکونه دا ادعا چې ګواکې دوی په تنها د ټاکنو د امنیت په تامین کې بریالي شوي او بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نشته، رد کړې او دا یې له ځمکنیو حقایقو سره په ټکر کې بللې.
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا، په یادو بریدونو کې يې حکومتي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي او د ټاکنو پروسه یې په بشپړه توګه مختل کړې ده، خو زیاتوي چې، رسنیو ورته ویلي چې د چارواکو د ګواښونو او تهدیدونو له امله نشي کولای چې د امنیتي پېښو په اړه راپورونه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x