افغانستان

بېړنی خبر: په کندهار کې د بهرنیانو پر کاروان موټر بم برید شوی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): نن د دوشنبې په ورځ په کندهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان باندي د موټر په واسطه چاودنه شوې.

چاودنه د کندهار ښار اړوند د ډنډ په ولسوالۍ کې د روح رباط په سیمه کې شوې، تر اوسه د تلفاتو په اړه معلومات نشته.

د کندهار یوې خبرې سرچینې ویلي چې بریدګر د ټونس ډوله موټر په واسطه پر کاروان برید کړی او د هوايي ډګر ساتونکي یې په نښه کړي دي.

طالبانو ته نژدې سرچينې وايي بريد د دوی يو تن سرتيري کړی.

خو نورې سرچینې وايي چې بهرني عسکر په نښه شوي، تر اوسه پېښه تازه ده، نور معلومات به یې وروسته خپاره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx