افغان ځوانانو ته یو پیغام

ابو یاسر افغان

زما ګرانو ورونو!

دین ورځ تر بلې سختیږي، د دین ساتنه او د دین عملي کول، له دین څخه دفاع او د دین دعوت او تبلیغ یو تر بله سخت شوي دي؛ مثال یې درته وایم: له نن څخه لس کاله مخکې د یرغلګرو خلاف جهاد کول اسانه ؤ نسبت نن حالت ته، هغه وخت به ستاسو د جهادي مبارزې دښمنان یواځې یرغلګر صلیبیان او د هغوی لاسپوڅي وو، خو نن چې تاسو جهاد پېل کوئ، نو تر یرغلګرو مخکې به مو د کور کلي خلک او د مسلمان بلکې د مجاهد تر نوم لاندې فعال کسان مخالفت کوي، په یوه او بله پلمه به مو مخنیوی کوي او له بلې خوا که وګورو لس کاله مخکې د عامو خلکو اذهان هم نسبتاً د جهاد په هکله ښه وو، دوی په اسانه منله چې هوکی! صلیبیان یرغلګر او پرضد یې جګړه جهاد دی، مګر تېرو لسو کالو کې د صلیبیانو فکري یرغل او فکري وسایلو دومره کار وکړ چې اوس نو په ډېره ګرانه به تاسو یو چاته د جهاد په هکله قناعت ورکوئ، عام خلک د صلیبیانو ټول وحشتونه ګوري، ورته په قهر دي، خو دا بل لوري ته وګورئ د صلیبیانو پرضد حتی یواځې مظاهرې هم درسره په اسانه نه مني وایي دا د وطن د دښمنانو کار دی، اشرف غني وطن جوړوي او څوک چې یې پرضد مظاهرې کوي، هغوی ترهګر دي!!

حالت ورځ تر بلې خرابیږي، د فکري استعمار اثرات را څرګندیږي او د جهاد په هکله د صلیبي زیره خورو رسنیو پروپاګند زور اخلي، که چېرته امریکا، ناټو، ملګرو ملتونو او داخلي ملګرو یې د دې هېواد جوړېدل غوښتلی، نو هغه سلګونه او زرګونه میلیارد ډالر چې دلته راغلل، هغه د دې لپاره بس ول چې افغانستان اوس د سیمي په کچه یو پرمختللی، پر امن، په ځان بسیا او قوي هېواد وای، مګر دا چې دا خلک په نیتونو کې مخلص نه ول، هغه دی له ۱۶ کاله ډیموکراسۍ وروسته هم افغانستان یو وروسته پاتې، نا امنه، وچکالۍ ځپلی او سوالګر هېواد دی، امریکا، ملګرو ملتونو او ناټو پرې د خپلو مرستو احسان هسې وربار کړی، په حقیقت کې هغه ټولې مرسته شوې پیسې بیرته د صلیبیانو په اهدافو مصرف شوې څه دلته او څه یې له هېواده د باندې. نو راځو دې خبرې ته چې موږ افغانان ډېر ژر تېر وځو، د خلکو په رنګینو شعارونو او وعــدو ژر باور کوو او پایله یې دا شي چې هر څوک راځي موږ ځپي او بېرته ځي، دا نن چې پر هېواد صلیبیان واکمن دي معلومه خبره ده چې دوی زموږ د دین او هویت په ختمولو پسې راغلي دي، خو غرب پالو رسنیو زموږ د عوامو ذهنونه اشغال کړي او ورته یې په اذهانو کې دا خبرې اچولي چې همدا صلیبیان دي چې دا هېواد ساتي، که دوی ووځي نو افغانستان خو د بلاوو منځ کې را ایسار دی لواړ به یې تېر کړي، مګر حقیقت څه بل ډول دی، تاسو وګورئ د امریکایانو او ناټو په موجودیت کې زموږ د خاورې او حریم غصب تر پخوا څو چنده زیات شوی او زموږ د ملت د عکس العمل مخه هم امریکایانو نیولی ده، ګاونډي هېوادونه دلته خپلې ګټې لري او امریکا ورسره معاملې کوي، تاوان یې موږ ته رسیږي او ګټه یې ګاونډیانو او امریکا ته، که چېرته امریکایان ووځي افغان ولس د خپل هېواد او خلکو د ساتنې پوره تجربه لري او ګاونډي هېوادونه به په دې خاطر هم د تیري او تجاوز فکر نه کوي چې د افغان ولس له غبرګون څخه به ډاریږي، دا اوس چې څه کوي دا خو په دې ډاډه دي چې اشرف غني افغان ولس امریکا ته د غلامۍ او احتیاج په ځنځیرونو تړلی دی، کرزي ورته د وسلو نه خلاص کړ او اشرف غني ورته د امنیتي تړون په واسطه سم کلک وتاړه، اوس چې امریکا او ګاونډي هېوادونه هر څه کوي ولس به ورته خړ خړ ګوري هیڅ به نشي ویلی، لکه دا تېرو دریو کالو کې چې یې موږ شاهدان یو، هره ورځ وژنې دي بمباري ده، مګر ولس څه نشي کولی!! خو که د امریکایانو خلاف څوک د جهاد او مبارزې په لاره قدم ږدي له خپل کوره تر ټولې نړۍ به یې خلک مخالفتونه کوي، سره د دې چې د اشرف غني غورې دربې ټولې پوچي وختلې ولې بیا هم دا خوشبینه او له حده زیات باور کوونکی ولس له دې مغز خرابي څخه د خیر تمه لري چې دا حالت ډېر خطرناک پړاو ته رسیدلی دی.

د امریکایي اشغال او متفکر پلویان وایي په ایران اوبه بندې شوې نیمایي ایران وچ ډاګ شو، پاکستان منزوي شو او هغه دی نن دی که سبا دی ټرمپ بابا به پرې اټوم بم استعمال کړي دا هم د اشرف غني د پالیسۍ برکت دی، د ریل پټلۍ جوړه شوه چې له جلال آباد څخه ریل کې کینې نو په نوي ډهلي کې به ښکته شې او چې په کابل کې ریل ته پورته شوې د شمال په لاره به د بدخشان نه لنډ چین ته واوړې!! دا او دې ته ورته خیال پلاوونه او سل په سلو کې درواغجنې ډنډورې دي چې د متفکر خیاطان او غرب پالان پرې شپه ورځ شخوند وهي، حقیقت خو دادی چې اشرف غني د دې وطن یواځنۍ شتمني(کانونه) هم د ټرمپ له ګټو زار کړل او له ټرمپ څخه غواړي چې ژر دا کانونه وسپړي، وایي زه هم نور ختم یم د ګور په غاړه ولاړ یم هسې نه زه مړ شم، امنیتي تړون ختم شي بیا به دا کانونه د امریکا په نصیب نه شي او د رولاګلې نصراني لالاګان به وایي چې زموږ زوم(اشرف غني) موږ ته کوم د پام وړ خدمت و نه کړ!!

اې افغان مجاهد ولسه! د دې روان حالت نه به هله خلاصیږو چې په یو غږ او یو تکبیر د یرغلګرو او د هغوی د غلامانو خلاف د جهاد ډګر ته را ووځو او په خپله د خپل هېواد غم وخورو، که موږ همداسې د غفلت په خوب ویده وو او فقط د ښه راتلونکي خوبونه ګورو، نو دا به زموږ لویه تېر وتنه وي چې جبرانول به یې زموږ د وس خبر نه وي.

په هېواد کې د خپلواک اسلامي نظام د قیام په هیله

تبصرې (2)

  • TO ABU YASEER/YOU BURNING SCHOOLS/BECAUSE TO AFGHANS LEFT BEHIND UN EDUCATED/
    YOU DONOT A SEE THOUSAND OF TONS WHEAT COME FROM INDIA TO AFGHANISTAN.
    YOU DONOT SEE HUNDREEDS TONS AFGHAN FRUITS GOING TO INDIA.
    ALL AFGHANS ARE MUSLIMS/I HAVE RESPECT TO HINDU AND SICKS OF JABD/KABUL/KHUST/KANDAHAR..
    YOU WANT AFGHANISTAN BECOME FIFTH,S STATE OF PAKISTAN.
    BUT EVERYDAY STEP BY STEPAFGHAN CLEVER ARMY BECOME MORE STRONGER AND STRONGER,AFGHAN POLICE WILL DEFFENSE FROM HOMELAND,
    IF YOU HAVE SENSATION,AND YOU REAL AFGHAN STOP WAR,ANS BECOME TOGETHER WITH AFGHNS BROTHERS.
    ALWAYS BE AFGHAN SPECIAL FORCE&AND AFGHAN AIRFORCE
    THANKS

  • ابو یاسر صاحب السلام علیکم !
    د کابل دغلاماانو او بادارانو د باره رازمحمد کاموال نوی ژباړن او وکیل جوړ شوی ، د دی د پاره چه خپل کمیشن زیات کړی دی ورځو کی یی مناظری زیاتی شوی او هغه هم به انګلیسی لیکی چه یواځی خپل باداران یی پری پوه شی که یی په پشتو ولیکی خپل پلار به یی ورته زوی او خپله میرمن به یی ورته میړه ونه وایی زه به د هغه بی غیرته غلام تبصره خیر دی وخت ناوخت درنو هیوادوالو او د هغه کورنی او کلی کور ته په پشتو اړووم :

    د غلام رازمحمد د انګلیسی تبصری ژباړه : رازمحمد کاموال د پورتنی لیکنی لیکونکی ته لیکی چه :

    ــــ تاسی ( طالبان ) په دی خاطر ښوونځی سیزۍ چه افغانان بی زده کړی شی.ـ
    ــــ تاسی نه ګوری چه په ټنو ټنو غنم له هنده او په ټڼو ټنو افغانی میوه هند ته ځی.
    ــــ ټول افغانان هغو هندوانو او سیکانو ته چه هیواد کی هستوګنه لری درناوی لری.
    ــــ تاسی غواړی چه افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه جوړه کړی.مګر افغانی اردو او پولیس ورځ له بلی پیاوړی کیږی او له خپلی خاوری د دفاع چوګه کیږی
    ــــ که تاسی افغانی احساس لری ، افغان جنګونه بس او د ورونو به شان ژوند وکړی
    ــــ تل افغانی ځانګړی او هوایی قوه واوسۍ.

    د اشغالګرو ژباړن ته د خپلواکو مجاهدینو ځواب :

    تر ټولو لمړی دا زمونږ هیواد یا ټاټوبی دی د همدی امله یی د خاوری، خلکو او خبلواکی څخه دفاع کوو ، د انګریزی غلامو ژباړنو توصیو ته اړه نه لرو ، دغه ژباړن دی د لندن او واشنګټی د ښوونځیو غم وکړی چه دموکراسی شیطانی نظام په کی تدریس کیږی زمونږ هیواد کی به د الهی نظام مطابق ښوونځی پرانستی وی او د الهی نظام تدریس په پکی کیږی که نه مونږ به یی خامخا سیزو او هغه به ورانوو چه زمونږ کشرانو او ځوانانو ته د دموکراسی سرطانی ویروس سرایت ونه کړی او د رازمحمد کاموال په شان بی هویته او بی شخصیته نه شی.
    د خندا وړ دا چه د انګریزانو جاسوس او غلام ژباړن خبر دی چه باداران یی د افغانی میړنو د جهادی څپو توان کی ناکام شوی د تیښتی لیاری لټوی مګر د رازمحمد او یاسینی کاموال ، غنی او کرزی په شان غلامانو د پاره یی هندوان بیبی سیټر ( دایی ) کړی ، رازمحمد مخکی له مخکی د هندوانو غنمو ته وږی او انتظار باسی ګوری چه د امریکایی ډالرو او انګریزی پونډو ځای به ونیسی که نه . مګر فکر کوی له نشته خو ښه دی له مرګه خو به پری بج شو څنګ کی به یی د اروبایی هیوادو پسی لالهانده ګرځو ګوندی کوم هیواد راباندی مهربانه شی او د خپل هیواد کی د دایمی اوسیدو ځای او ویزه راکړی .
    ژباړن کاموال د دی د پاره چه هندوان د پاکستان سره په رقابت کی واچوی لیکی چه تاسی زمونږ هیواد دپاکستان پنځمه صوبه جوړوی یعنی مونږ ځکه انګریزانو او امریکایانو ته اچازه ورکړی چه له ټانکو او الوتکو سره راشی او مونږ اشغال کړی مګر انګریزان برخلاف ددی په ځای چه د باکستان دفاع وکړی د دی وطن اصلی بچیان وژنی او حتی دکاموال صاحب په شان غلامانو څخه قضایی مصونیت ترلاسه کوی چه څه یی خوشه وی هغه ورسره وکړی که می داخبره بی ادبه وی بخښنه کوی .
    زباړن کاموال بیا د هغو افغانی هوایی او زمینی ځانګړو قواوو په اړه یادونه او ویاړنه کوی چه د خپلو خلکو د وژنو د پاره ورځ له بلی پیاوړی کیږی انګریزان ،ناټو او امریکا یی د خپلو خلکو د وژنو ، بی عفته کولو ، لوټ کولو او شکنجه کولو د پاره منظمنه او عصری روزنه ورکوی په عصری وسلو او وسیلو یی سنبال کړی او خآنګړی قواوو ته ځانګړی معاشونه ورکوی او په کورونو او دفتری ساتنه او جنسی شهوتونه هم ورسر مشبوع کوی ( قضایی مصونیت لری )
    غلام ژباړن اخره کی د غنی په شان د وطن هغو بچیانو ته توصیه کوی [[ کوم چه د خاوری ، خلکو او خپلواکی دپاره په مالونو ،اولادونو او ځانونو قربانی ورکوی او د دغه غلامانو ناموس د اشغالګرو له وحشیانو خوندی کوی ]] چه د غلامانو افغانانو سره یوځای شی تاسی ته به هم پونډونه او ډالری معاشونه درکول کیږی .
    وایی چه تل افغانی ځانګړی او هوایی قوه له ځانه جوړه کړی یعنی سیمه کی د انګریزانو ځانګړی داعشی قوه چوړه شی اسلامی نړی کی چیری چه اسلامی مقاومت وو له تاسی به کار اخلی او تاسی ته به د هغوی په وژلو اوچت معاشونه او مقامونه درکوی مننه