افغانستان

ټاکنې ـ شېبه په شېبه: په بېلابېلو مرکزونو کې ګڼ شمېر درغلې کوونکي نیول شوي

د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې نن سهار اووه بجې په کابل کې  د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني په رایه اچونه پیل شوې، تراوسه پورې دهېواد له ګوټ ګوټ نه د درغلیو اړوند راپورونه راغلي دي، د کورنیو چارو زورات مسوولین وايي چې تراوسه يې په ټول هېواد کې شپږ تنه د درغلۍ په تور نيولي دي.

یاده دې وي چې په نیول شويو کسانو کې دولتي چارواکي، دټاکنیزو مرکزونو مسوولین او عام وګړي شامل دي، شېبه مخکې په ننګرهار کې یوتن له یوسل اته ویشت کارتونو سره ونیول شو، همدارنګه په خوست کې هم درې تنه د ټاکنیز مرکز مامورین یونوماند ته په پلوۍ په درغلۍ تورن شوي دي.
دا په داسې حال کې دی چې طالبان هم پخپله برېښنا پاڼه کې وايی چې دغرمې تر دوولسو بجو يې په ټول هېواد کې دوه سوه شپږ څلوېښت بریدونه کړي، چې په خبره يې ټاکنې يې پوره ګډوډي کړې دي. دبغلان په تاله او برفک ولسوالیو کې هم د دوو محلونو ډک صندوقونه د وسله والو له خوال اوبه ته اچول شوي.
یاده دې وي چې د ټاکنو کمیسیون د رسنیو څانګې له رسنیو غوښتي چې نن ورځ باید پېښې وړې وښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x