د موچي حج

Haj_makkahمحيب رحمتي

عبدالله بن مبارك يو مشهور بزرګ و، دا د ده عادت و، چي يو كال به يې حج كاوه، بل كال به يې له كافرانو سره جهاد كاوه، بل كال به يې تجارت كاوه، له تجارته چي به څه په لاس ورتلل هغه به يې په خپلو شاګردانو، او په مجبوره خلكو به يې تقسم كاوه.

يوار هغه د حج لپاره ولاړ، كله چي له حجه خلاص سو د څه مودې لپاره په كعبه كي پرېوت، سترګي يې سره ورغلې،

په خوب كي يې وليدل چي دوې فرښتې له اسمانه راكښته سوې، يوې فرشتې له بلي فرښتې و پوښتل :

– سږ كال څومره خلك د حج لپاره راغلي وو؟

دويمي فرښتې ځواب وركړ :

شپاږ  لكه

لومړۍ فرښتي بيا وپوښتل :

له دوى څخه د څو خلكو حج قبول سو؟

دويمي فرښتې ځواب وركړ :

– د هيچا دا هم نه دى قبول سوى.

عبدالله بن مبارك چي د فرښتو دا خبري واورېدې حيران سو، هغه فكر وكړ چي دا دومره خلك چي له لري لري څخه راغلي دي او سفر يې كړې ده، په زرهاوو تكليفونه يې زغملي دلته رارسېدلي دي، د هغوى ټول تكليف او محبت بې كاره سوه فرښتي بيا وويل :

– د د مشق په ښار كي يو موچي اوسي، د هغه نوم علي دى، او هغه د موفق زوى دى، هغه د حج لپاره نه و راغلى، خو د هغه حج قبول سو، د هغه له امله الله تعالى دا ټول خلك وبخښل، چي دلته د حج لپاره نه دي راغلي، خو د هغه حج قبول سو او الله تعالى د هغه له امله دا ټول خلك وبښل چي دلته حج كولو ته راغلي دي.

له دې نه وروسته د عبدالله بن مبارك راويښ سو، د خپل خوب په اړه يې فكر وكړ، دستي يې په زړه كي وويل چي زه بايد دمشق ته ولاړ سم د هغه سړي زيارت وكړم كوم چي فرښتو يې نوم علي بن موفق وښود، دمشق ته روان سو دمشق ته ورسېد د هغه سړي كور يې پيدا كړ دروازه يې ور وټكوله، يو سړى راووت ترې وې پوښتل :

– وروره! ستا نوم څه دى ؟

سړي ځواب وركړ :

– علي بن موفق

عبدالله بن مبارك ورته وويل چي زه غواړم له تاسره څو خبري وكړم، سړي ته ورته ويل وايه

عبدالل بن مبارك ورته وويل :

ته څه كار كوې

هغه سړي ورته و ويل :

– ګوټونه ګنډم

عبدالله بن مبارك خپل خوب ورته ووايو، سړي ورته وويل :

– ته څوك يې؟ عبدالله بن مبارك خپل نوم وروښود، سړي يو آه وكړ، عبدالله بن مبارك ورته و ويل :

– آيا ته ما ته خپل حال ويلاى سې؟

سړي ورته و ويل :

– اې عبدالله! له دريو كالو راهسي زما د حج خواهش و، ما ګوټونه ګنډل روپۍ به مي جمع كولې، له ماسره درې زره درهمه جمع سول، په دې كال ما د حج اراده وكړه، زما د مېرمن اولاد كېدونكى و، يوه ورځ هغې ماته ويل، نن د همسايه له كوره د خوښي بوي راځي، زما لپاره څه غوښه ځني وغواړه، زه د همسايه كور ته ولاړم، له هغه څخه مي  د كتغ غوښتنه وكړه، هغه راته و ويل چي نن اومه ورځ ده چي زما زمنو هيڅ نه دي خوړلي، له لوږي څخه مړه كېږي، اتقاقا ما يو ځاى يو مردار خر وليد، له هغه څخه مي يو څه غوښه راپرې كړه كتغ مي ځني پوخ كړ، دا كتغ ستا لپاره حلال نه سي كېداى.

له ځانه سره مي و ويل بدبخته، ستا سره درې زره درهمه دي، او ته په دې نه يې خبر چي ستا له څنګه ستا د همسايه زامن له اوو ورځو راهسي وږي دي، دستي مي له كوره درې زره درهم راواخيستل خپل همسايه ته مي وركړل، او ورته ومي ويل، دا درواخله خپلو زمنو ګزاره په وكړه، همدا زما حج ده.

عبدالله بن مبارك چي دا داستان واورېد وې ويل : – زما خوب رښتيا و، هغو فرښتو رښتيا ويل



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.