افغانستان

نورستانی: د امنیتي ستونزو له کبله د ۲۱۱ ټاکنیزو مرکزونو په پرانستلو کې پاته راغلي یو

نن ټکی آسیا: د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني څو شیبې وړاندې په کابل کې یوه مطبوعاتي کانفرانس ته د وینا پر مهال د امنیتي ستونزو او طالبانو د بریدونو له کبله نن د ۲۱۱ نورو مرکزونو تړلي پاته کېدا تایید کړه.

ښاغلي نورستاني همداشان په بادغیس کې د خپل یوه کارکوونکي وژنه او پنځو نورو ټپي کیدل هم ومنل، خو د نورو ورته مواردو په باب یې له ډېر څه ویلو ډډه کوله.
نورستاني اعلان وکړ، چې د رایه اچولو وخت یې یو ساعت نور هم تمدید کړ او رایه ورکوونکي کولای شي، تر پنځو بجو پورې رایې وکاروي.
نوموړي خبریالانو ته وویل، چې مازدیګر به بل خبري کانفرانس هم دایر کړي.
په عین حال کې د طالبانو ویاند د ښاغلي نورستاني تر څرګندونو لږ مخکې په یوې خبرپاڼې کې ویلي ول، چې له نن سهاره تر غرمې ۱۲ بجو پورې یې د انتخاباتو پر مرکزونو ۲۴۶ بریدونه کړي او کابو ټول یې بېرته تړلو ته اړ کړي.
چې په همدې ترڅ کې د ښاغلي نورستاني او طالب ویاند په معلوماتو کې ډېر توپير نه تر سترګو کېږي.

یوسف نورستاني له ښاریانو مننه وکړه ،چې په ټاکنو کې یې برخه اخیستلو ته زړه ښه کړی.خو د مېرمنو د ګډون په اړه یې خاص څه ونه ویل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x