د پاکستان له لوري پر کونړ د توغندیو د توغولو لړۍ پیل شوې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): د پاکستان پوځ یو ځل بیا د افغانستان پر اړخ باندي د توغندیو د توغولو لړۍ پیل کړې.

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، چې پاکستانیو پوځیانو له لوري د کونړ پر څلورو ولسوالیو ۱۸۴ توغندي توغول شوي، چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي.

د کونړ امنیه قومندان  پاسوال جمعه‌ګل همت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستانیو پوځیانو له لوري پر دانګام، ناړۍ، شیګل او شلطن ولسوالیو ۱۸۴ توغندي لګیدلي، چې په یادو ولسوالیو کې یې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د همت په خبره، د دانګام ولسوالۍ  په «څاونو» سیمه کې د توغندي د لګیدو له امله یو کور ویجاړ شوی او یو تن ټپي شوی هم دی.

دی وايي، په ځینو سیمو کې یې څاروي او کروندې هم زیانمنې کړي دي.

پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د کونړ پر بېلابېلو ولسوالیو د توغندیو د توغولو لړۍ پیل کړې؛ خو تراوسه یوازې افغان حکومت غندلي او د توغندیو شمېر یې رسنیز کړی دی.

پر کونړ د تازه توغندیو د لګیدو په غبرګون کې تراوسه د کورنیو چارو، دفاع او د بهرنیو چارو وزارتونو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

تېره میاشت هم پاکستان د کونړ په څنګ لوري ولایت ننګرهار هم د توغندیو د توغولو لړۍ پیل کړې وه، چې په اچین او نازیان ولسوالیو کې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړلي وو او یوه مېرمن هم په کښي وژل شوې وه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د