fbpx

غزل

نړیوال

سباوون څرک وهي تیارو پسي سهار جوړوي
ور پسې لمر،راته غرمه کلی دیار جوړوي

د زړه انګړ نه د اغیارو تورتمونه باسي
له څه ځنډ وروسته یوار بیا روښانه ښار جوړوي

و سر بایللو ته تیار چې شرینو وګټې
مومن خان ځیر دی،پلان ومرګ ته ښامار جووږي

دا فرعوني پانسۍ خو ځکه ورته هېڅ ښکاريږي
د وخت موسی ته د قلزم سیندونه لار جوړوي

مینه کې دومره دی ستي چې ورته یو دي دواړه
که ورته تخت څوک جوړوي که ورته دار جوړوي

د نړیوال له ملغلرو ورته لپې ډکې
ورو ورو یې پېودي د غزلو رنګین هار جوړوي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د