افغانستان

پکتیکا: په اورګون کې شپږ په درغلیو ډک شوي صندوقونه نیول شوي دي

د پکتیکا چارواکي وايي چې د دې ولایت په اورګون ولسوالي کې يې د رايې اچونې د یو مرکز شپږ صندوقونه له مامورینوسره یوځای نيولي دي، چې په درغلیو تېره شپه ډک شوي وو.

د چارواکو په خبره یادو کسان دغه ټول صندوقونه دډاکټر عبدالله عبدالله په ګټه ډک کړي دي، په پکتیکا کې ازاد خبریال چې له نوم خپرولو يې ډډه کوله له نن ټکی اسیا سره په تلیفوني تماس کې د یاد خبر په تفصیل کې وویل، چې دا کسان د يوې بلې ولسوالي د ناظرینو له خوا په نښه شوي دي، چې هغوی پخپله د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه کار کوي.

تر دې مخکې په میدان ودرګ، ننګرهار اوخوست کې هم د درغلیو کونکو د نیولو راپورونه ورکړل شول، ټاکنیزې درغلۍ او د طالبانو پرلپسې بریدونه د نننیو ټاکنو په وړاندې دوه غښتلي خنډونه دي، په داسې حال کې چې  بلخ والي عطامحمد نور د رايې اچونې پر مهال وویل چې که ټاکنې شفافي نه وي، دوی به يې تحریم کړي.

یاده دې وي د تېرو ټاکنو په پرتله په ولایاتو کې ښځینه ګډونکوونکې په نشت حساب دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x