
آيا ستا د رب تعالي جنت تاته بس نه دی ؟
ژباړن: منيب الرحمن رحماني
چې ګورې دری څلور ځايه به لاس اچوو، هم خرڅول هم اخيستل لنډه دا چې په دنيا به کلک او مین او په ټول قوت به مو دنيا ته غېږه ورکړي وي، خو بيابه هم ماړه نه يو،نه به راضي يونه به کوم شکر کوو، هسې يو لفظي دژبې په سر به الحمدالله وايو او بس.
که چېرته راته د ترفيع او معاش لوړوالي شرايط مساعد وي او وعده راکړل شوي وي نو شپه او ورځ به نه ګورو دڅو اضافي روپيو لپاره شپه او ورځ کار کوو.
حال دا چی دهغې وعدې د عملي کيدو يو کامل ضمانت او ثبوت هم نه وي.
حال دا چې الله ج دجنت وعده ورکوي او هغه پخپل وعده په قطعي ډول ريښتيني دي.
،داسې يو جنت چې عبدي او تل دی،مرګ نشته،درد نشته،فقر نشته،مریضي نشته،زړښت نشته.
الله ج يي اجرت او په مقابل کې د ۲۴ ساعتونو نه يو ساعت غواړي يعني په ورځ کې ۵ ځلې لمونځ کول تقريبا يو ساعت نيسي حال داچې ددې ټولو ۲۴ ساعتو ورکونکې هم هغه دی.