په کړنو کې قاتل ګناهونه

لیکنه :ابن الاسلام
ژباړه : محمد اکرم همت

ځوانانو سره دعاطفيت تعامل

الحمد لله والصلاة والسلام على سيد الخلق محمد بن عبد الله.

وبعد..

ټولو روزونکو دعاتو ته چې هغوی ددعوت په مسير کې په روزنه ،دعوت تعليم وتعلم او مختلفو برنامو مصروف دي ،چې لدی نسل څخه داسی نسل وروزي چې هغه په قران وسنت روزل شوی نسل وي منبر باندی امام ،اوپه اوبو کې لامبوزن او په جبهه کی مجاهد (قائد) ،او په رحله کې خادم او په خپله لوړه مرتبه کې له خلکو ټيټ وي

دځوان قشر روزنه اختلاط او زیاتی ملګرتيا ته دمختلفوتربوي برنامو له لاری اړتيا لري مثلا دقران کریم دحفظ حلقات رحلې فردي او اجتماعي دعوت او نور

روزونکي ته هغه نصيحت چې شعور يي واجب بولم چې تعلق يي دامرد پوری دی چې روسته به انشاء الله مکمل خطر او خنډ وپيژندل شي.

لومړی : امرد چاته ويل کیږی ؟

امر په اصطلاح کې هغه ځوان ته ويل کیږی چې دګيری وتل يي پيل وي او بريت يي تازه په شنه کيدو وي او ګيره يي ښکاره نه وي ،چې دخلکو دپاملرنی وړګرځي او پخپله ښکلا طبيعتونه او خواهشات په حرکت راولی .دغه دځوانۍ دپېل مرحله چې سړي يي پېلوي مقیده ده اوابتداء يي داسی ده چې هره ښځه يي خوښوي . او دامرد سره نږی مراهق هم شته چې هغه کوچنی چې احتلام ته نږدی وي خو محتلم شوی نه وي هغه ته مراهق ويل کیږي

دویم : شېطاني دام :

امرد ته کتنه فتنه متحققه کوی او دشېطان له ډيرو دامونو څخه داهم دی چې دا امرد ځکه خوښوي چې دغه امرد الله ته نږدی دی او دالله لپاره يي خوښوي او نوری حېلې .

ديادونی وړ :ليکوال ابن الاسلام وايي : چې زه دیوی داسی واقعی شاهد يم چې ديوه جومات سره دمتعلق شخص ملګرتيا ديوه امرد سره وشوه چې هدف يي صرف حلقی ته او ذکر تلاوت ته کينول وو خو په پای کی يي نتيجه محرمه شوه .او دغه خپل ځان ته دوکه ورکول دي کله چې انسان پخپل ځان پوه شي چې ماته نفس دوکه راکوی او په فتنه کی می واقع کوی نو بايد پوه شي چې دنفس دخواهشاتو له بابه ګڼل کیږي {ومن أضل ممن اتبع هواه بغير هدىً من الله

دریم : دمفتونينو ځينې قصې :

امام ابن الجوزي رحمه الله وايي ( له ابی عبدالله بن الجلاء څخه ويل کيږي چې ما يوه نصراني ځوان ته کتل چې دښکلی مخ خاوند وو نو ابو عبدالله البلخي په ماتېر شو اوماته يي وويل دلته ولی ولاړ يي ؟ ماورته وويل ای تره !داجسم به اور څنګه تعذیبوی نوپه شايي ووهلم او ويي ويل ددی کار انجام به وګوری وايي پس له څلويښت کلو می انجام ولید چې هغه داوو چې قران می هير کړو .

. امام قرطبي په التذکره کي ذکر کړي دي يو سړی چې ديوه امرد پسی خفه او سخت مريض شو تردی چې هلاکت ته ورسيده او دغه امرد به نه غوښتل چې ورسره وګوری نوپه سړي دمرګ نښانی راڅرګندی شوی او داويل يي پېل کړل :

وذكر الإمام القرطبي في التذكرة :قصة رجل علق بغلام حتى هام فيه ومرض من شدة وجده عليه حتى أوشك على الهلاك والغلام متمنع منه وبدت عليه علامات الموت فأنشأ يقول :

ای دمرض درده کم شه اولدغه نري څخه يخ شه

زما زړه ته ستا راضي کول نعوذ بالله (دخالق له رضا بهتره ده )

څلورم : په شهوت سره امرد ته کتل ؟

ټولو علماؤ پدی اجماع کړی ده چې دښکلي امرد مخ ته کتل حرام دي .ابن عابدين رحمه الله وايي (دښکلي معنا داده چې دکتونکي په طبيعت وي که تورهم وي ځکه ښکلا په طبيعتونو پوری فرق لري

شېخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله وايي (لکه داجنبي ښځی په څير دفحش ابتداء او له امرد څخه په لمس او کتنه خوند اخستل حرام دي

سعيد بن المسيب وايي ( کله مو چې يو سړی وليد چې امرد ته يي بار بار کتل نو متهم يي کړئ )

دامرد سره په خوند ستړي مشي کول داسی دی لکه په شهوت چې ورته ګوری اويا لدی څخه هم ډير قوي او ستر بلل کيږی دغه قول هم دشيخ الاسلام ابن تيميه دی

ابوسعيد الصعلوکي رحمه الله وايي (پدی امت کې به داسی قوم وي چې لوطيون به ورته ويل کیږي او دری صنفه دي : يوه هغه ډله چې ورته ګوري ، بله هغه ډله چې ستړي مشي ورسره کوي ، اوبله هغه ډله چې خبيث کار ترسره کوی .نوپس له الله عزوجل دی هغه خلک يره وکړي چې پدی کارونو مبتلا او دشېطان په نقش قدم روان وي

پنځم : دامرد سره ځانته والی (خلوت ):

علماؤپدی کی تشدد کړی دی چې دامر سره به ځانته والی نه کوئ ځکه چې دغه کار دمفاسدو باعث ګرځی .

امام نووي رحمه الله وايي : (امرد سره خلوت له کتلو سخت دی ځکه چې خلوت شرته او فحش بدۍ ته نږدی دی

شپږم : علاج او وقايه :

هغه روزنيزی تعلمي ادارو څخه هيله ده چې داشراف ښوونکو … په جذبولو کې له پوره دقت او زيرکتيا څخه کار واخلي چې دجذب پرمهال له متدين قشر څخه استفاده او دتقوی په ترازو له توله پس اداری ته تقوی ننباسي که نه نو په ډير کم وخت کې به هغه ځای دفساد منبع او سرچينه وبلل شي

په بښنی سره چې دامرد لپاره می پښتو کی مترادف لفظ پيدا نکړو که تاسو يي ويلای شئ ويي ليکئ

وصلی الله تعلی علی خیر خلقه محمد وعلی اله واصحابه وسلم

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Mohammad Halim Sharif
میلمه
Mohammad Halim Sharif

د امرد څخه مطلب زما په اند خط او بریت یا تنکی ځوان کیدای شی

Mohammad Halim Sharif
میلمه
Mohammad Halim Sharif

له نن ټکی ویب پانی ډیره زیاته مننه چی په هره برخه کی زموږ له هیوادوالو سره معلومات شریکوی.
ستاسو خپرونی د قدر وړ دی.
ډیره زیاته مننه