افغانستان

ننګرهار: عسکرو د پژواک خبريال ډبولی

پژواک خبري آژانس ليکلي چې، ننګرهار ولايت کې د ملي اردو عسکرو د پژواک يو خبريال ډبولی او وسايل يې ور مات کړي دي.

د هيواد په ختيځ کې د دوی خبريال محبوب شاه محبوب ويلې چې، دوی غوښتل د ټآکنو مرکزونه او رايې ورکوونکي خلکو ويديو وکړي، د ملي اردو عسکرو ددوی خبريال ببرک اميرزاده وهلي، وسایل يې ورمات کړي او نيم ساعت يې بندي کړی وه.

محبوب زياتوي چې، ملي اردو عسکرو ګواښلی وه چې، بايد منفي خبر خپور نکړي، ولې دوی ورته ويلي چې، دوی بې پرې خبريالان دي بايد رښتيا خپاره کړي، دې سره د ملي اردو يو عسکر په ببرک اميرزاده چې، د پژواک ويديويي خبريال دی بريد وکړ.

د خبريال له قوله دوی د تورخم جلال اباد په لويه لاره د پرتو ولسواليو څخه ليدنه وکړه او غوښتل يې په دې اړه مفصل راپور خپور کړي، ولې د دوی کامره او نور اړوند وسايل د ملي اردو دعسکرو لخوا مات شول.

 

دملي اردو چارواکو هم پيښه تاييد کړې او د پژواک ادارې ته يې ډاډ ورکړی چې، دپيښې په اړه به پلټنه کوي.

د يادونې وړ ده چې، دې وروستيو کې د خبريالانو پر خلاف تاوتريخوالی زيات شوی دی. پرون هم دولتي پوليسو د خوست ولايت تڼيو کې پر دوو بهرنۍ خبريالانو بريد کړ يو يوه يې ووژله اوبله سخته ټپي کړه.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x