ورزش

سعید اجمل د کرکټ څخه تقاعد شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۶ل): د پاکستان د کرکټ لوبډلې تکړه ورو توپ اچونکی سعید اجمل کرکټ څخه تقاعد شو.

د ایکسپریس ټریبیون راپور پر اساس سعید اجمل له لوبو څخه په داسې حال کې تقاعد واخیست چې نوموړی د پاکستان په داخلي لوبو کې مصروفه دی.

سعید اجمل ویلي: مخکې له دې چې په داخلي لوبو کې زه د نیوکو ښکار شم غواړم نور په کومې لوبډلې بوج جوړ نشم، او همدغه لوبې زما اخري لوبې دي.

څلویښت کلن اجمل اوسمهال په پي ایس ایل کې د اسلام اباد یونایټډ لوبډلې د توپ اچونې روزونکی ټاکل شوی.

سعید اجمل د پاکستان لپاره په هر فارمیټ کې ښه ثابت شوی.

نوموړي په ۳۵ ټیسټ لوبو کې ۱۷۸، په ۱۱۳ یو ورځېنیو لوبو کې ۱۸۴ او په ۶۴ شل اوریزو لوبو کې ۸۵ لوبغاړي سوځولي دي.

د یادونې وړ ده چې سعید اجمل په نړیوالو لوبو کې څو ځل اول نمبر شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x