نظــر

د دې ټاکنو مشروعیت معلوم دی. نه ټول افغانستان څو مهم ښارونه دي او نه هم ټول افغانان یوازې ښارونو کې اوسي – ذاکر جلالي

د دې ټاکنو مشروعیت معلوم دی. نه ټول افغانستان څو مهم ښارونه دي او نه هم ټول افغانان یوازې ښارونو کې اوسي

زما په کلي کې نننۍ ورځ له تېرو هغو سره کوم توپیر نه لري. بزګر خپل پټي اړوي فصل ته یې چمتو کوي، شپون خپله رمه په مخه کړې ده، سپین ږيري پتاوو کې لکه د نورو ورځو په څېر ګرمه مرکه کوي. زما کلی، کفشان دره، غوربند شینواري ولسوالۍ، پروان ولایت…

د کلي او چاریکا ښار ترمنځ به ایله دېرش کیلومټره واټن وي. زما کلی او چاریکار ښار، سم لکه د دوو هېوادونو سرحدي ښارګوټي…بندري دروازه…او دواړې غاړې متفاوت بیرغونه!

خدای خبر، زما د وطن په نورو څنډو کې، هلته لرې بدخشان او نیمروز، هلمند او بادغیس کې به څه ورځ وي…؟

له دې ټاکنو ایکي یو هدف ترلاسه کېږي، هغه هم موږ ته نه، بهرنیانو ته، هغو ته چې دلته یې جګړه راوړې ده، د دې لپاره چې خپل هېوادونه، خپل بچیان او خپل راتلونکی خوندي کړي، هغوی چې خپل ولسونه په دې غولوي چې افغانانو ته یې ولسواکي راوړې ده، د خپلو رایوو په زور ولسمشر ټاکي!

هابله ورځ پخوانی انګرېز قومندان ژورنالیست راټینګ کړی و، چې افغانستان کې مو لاسته راوړنه څه ده. ویل یې، ولسواکي ده، خلک رایه ورکوي، د خپلې خوښې ولسمشر ټاکي….

کابل مېشتي ښه پوهېږي، چې په نوماندو کې «نړیوالې ټولنې» ته منښت اصلي شرط دی….دا شر ټاکونکی دی….د ولسمشر اوباما خبره، د افغانستان اساسي قانون ته اور ولګوئ..زموږ اهداف مهم دي! (د رابرټ ګېټس کتاب)

نوره مو خوښه!

د ذاکر جلالي د فیس بوک پاڼي نه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x