د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور

عدلیې وزارت: حکمتیار د «حزب اسلامي» په نامه خپل ګوند نه شي ثبتولی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): د عدلیې وزارت له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه وزارت د حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د روغې هرکلی کوي؛ خو حکمتیار نه شي کولی، چې خپل ګوند د حزب اسلامي په نامه ثبت کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د عدلیې وزارت د سیاسي ګوندونو او ټولنو د ثبت او څېړنې په انسجام ریاست کې حزب اسلامي د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ ثبت دی او دوی نه شي کولی، په یو نامه دوه ګوندونه ثبت کړي.

د تېرې جمعې په ورځ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د مرکزي شورا په ناسته کې حکمتیار خپلو پلویانو ته ویلي وو، چې حزب اسلامي متحد دی او هر څوک چې له حزب څخه ولاړ شي؛ نو تش لاس به ځي.

تېره اوونۍ د لویې جرګې په تالار کې د حزب اسلامي شورا په غونډه کې عبدالهادي ارغندیوال ګډون نه کړی.

د مخکېني ولسمشر حامد کرزي د دورې د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال د حزب اسلامي د مشرۍ دعوه کوي؛ خو د حکمتیار په ګډون ځینې نور اشخاص هم ځانونه د حزب مشران بولي.

د حکمتیار د راتګ وروسته ډېر پخواني حزبیان له ګلبدین  حکمتیار سره یو ځای شول؛ خو تراوسه عبدالهادي ارغندیوال او وحیدالله سباوون له حکمتیار سره یو ځای شوي نه دي او خپل ګوندونه لري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

زه باور لرم ګلبدین چه د حکمت یار لقب د ځان د باره غوره کړی په دی خاطر وو چه هغه حکمت ( چل ) معنی کوی د هغه د پاره حکمتیاری ( چلبازی ) معنی لری . هغه د هر چا سره چل کی دی یا چلبازی کوی حتی امریکایانو او روسانو سره هم په چل کی دی ایرانیانو او پاکستانیانو سره هم په چل کی دی حتی د خپلو پچو او میرمنو سره هم په چل کی دی ، هغه د همدی امله هم د کمونستانو هم د شمالی ټلوالی او هم د هزاره ګانو او شیعه ګانو… نور لوستل »