
سعودي کې د افغانانو لپاره د پاسپورټ بدلولو بهیر ګړندی کیږي
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): د بهرنیو چارو وزارت وايي، په خلیجي هېوادونو او په ځانګړې ډول په سعودي عربستان کې د هغو افغانانو لپاره د پاسپورټ بدلولو بهیر ګړندی کیږي، چې دغو هېوادونو ته د نورو هېوادونو په پاسپورټونو تللي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیراحمد اندېشه وايي، نن یې د ویډیويي کنفرانس له لارې په ریاض کې د افغانستان له سفیر او په جده کې د افغانستان له جنرال قونسل سره خبرې کړي او په سعودي یې کې افغانانو ته د پاسپورټونو د بدلولو د بهیر د چټک اجرا ویلي دي.
د اندېشه په خبره، په سعودي کې به هغو افغانانو ته پاسپورټونه ورکړل شي، چې افغاني پېژندپاڼې ولري او د نفوسو او احوال ریاست د تایید ترڅنګ د بهرنیو چارو وزارت تایید هم ولري.
په سعودي کې له تېرو څو کلونو راهیسې سلګونه افغانان چې د پاکستان په پاسپورټ سعودي ته تللي اوس له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
تېر کال د ګډ حکومت د اجراییوي مشر عبدالله عبدالله سعودي ته سفر کړی وو او د پاسپورټونو د بدلولو د بهیر د چټکتیا خبر یې ورکړی و؛ خو تراوسه له دغه بهیر څخه د سعودي مسافر خوښ نه وه.